کرکټ|افغان الف د جنوبي افریقا او هند د الف لوبډلو سیالۍ ته وبلل شوه

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ د جنوبي افریقا په درې هیوادیزو سیالیو کې د ګډون لپاره د دغه هیواد بلنه ومنله.

ټاکل شوې ده چې د جنوبي افریقا، افغانستان او هند الف لوبډلې روانه میاشت په جنوبي افریقا کې سیالۍ وکړي.

مخکې ټاکل شوې وه چې دا سیالۍ د جنوبي افریقا، هند او استرالیا د الف لوبډلو ترمنځ وشي.

دا سیالۍ د جولای په ۲۶ پیلېږي او د اګست تر ۱۷ دوام کوي.

د کرکټ ۳۶۵ ویبپاڼې د راپور له مخې، د جنوبي افریقا د کرکټ د ادارې اجرايي رييس هارون لورګات ویلي«موږ خوشاله یوو چې افغانستان زموږ بلنه ومنله، موږ دوی ته د لومړي ځل لپاره په خپل هیواد کې د هرکلي لار څارو.»

ده همداراز ویلي»افغانستان د دې وړ او مستحق و چې د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري بشپړ غړیتوب ورکړای شي؛ افغانستان په وروستیو کلونو کې خپله وړتیا ښوولې ده.»

د کرکټ نړیوالې شورا په خپله وروستۍ کالنۍ غونډه کې افغانستان او آیرلنډ ته بشپړ غړیتوب ورکړ او له دې سره د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو شمېر ۱۲ ته زیات شو.

لورګات ویلي«افغانستان له کرکټ سره لېوال هیواد دی او زه هیله لرم چې د افغانستان اې (الف) ټیم به په راروانه لړۍ کې زموږ او هند د الف لوبډلو په وړاندې غښتلې لوبه وکړي.»

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايي رييس شفیق الله ستانکزي د جنوبي افریقا د بلنې د منلو په ترڅ کې ویلي«موږ ډېر خوښ یوو چې په راتلونکو درې هیوادیزو مسابقو کې د جنوبي افریقا بلنه منو.»

ده دغه راز ویلي چې دا به د افغان لوبغاړو لپاره لومړی ځل وي چې جنوبي افریقا ته ځي او دا سیالۍ به د افغانانو د کرکټ له ودې سره مرسته وکړي.

د مسابقو مهالوېش؛

2

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *