د جنوبي‌ افریقا ۱۹ کلنو افغان ۱۹ کلنو ځوانانو ته د ۱۵۵ مڼډو هدف کېښود

حضرت عثمان نوري

نن د فبرورۍ په ۵مه د افغانستان او جنوبي افریقا ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو تر منځ سیالي جریان لري. دا سیالي په بینوني کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي. سیالي د افغانستان پر وخت غرمه مهال ۱۲ نیمو بجو پېل شوې ده.

ددې سیالۍ ټاس جنوبي افریقا ۱۹ کلنو ګټلی و او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

جنوبي افریقا کرکټ ۱۹ کلنه لوبډلې په خپل لومړي وار توپوهنه کې ټول اوورونه ولوبول او د ۱۵۵ مڼډو هدف یې افغان ۱۹ کلنو ځوانانو ته ورکړ.

په توپ اچونه کې افغان لوبډلې شفیق الله غفاري بهترینه توپ اچونه وکړه، نوموړي د سیالې لوبډلې ۴ پیاوړي لوبغاړي وسوځول.

په لوبغالي کې دمه او له شېبه ځڼډ وروسته به سیالي جریان پېدا کړي. افغان ۱۹ کلن ځوانان له شېبه ځڼډ وروسته د جنوبي افریقا ۱۹ کلنو خلاف ورکړل شوی هدف رانیسي.