د ۲۰۱۸ م کال د یو ورځنېو لوبو په غوره لوبډله کې راشدخان هم راڅرګند شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی ال رونډر لوبغاړی راشد خان چې اوسمهال د نړۍ په سترو لیګونو کې په لوبو بوخت دی او ویل کیږي چې د پرلپسې لوبو له امله یې کافي دمه نه ده کړې، اجر یې وموند، او د کرکټ د نړیوالې شورا د ۲۰۱۸ میلادي کال د يو ورځینو لوبو په غوره لوبډله کې ځای خپل کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا وړمه ورځ (سه شنبه) د تېر کال د کرکټ د غوره څېرو د پېژندلو ترڅنګ د کال غوره يو ورځنۍ لوبډله هم اعلان کړه چې له افغانستانه راشد خان هم په کې شامل دی.

په دغه لوبډله کې له انګلستان او هندوستانه څلور څلور لوبغاړو او افغانستان، بنګله دېش او له نیوزلینډه يوه يوه لوبغاړي ځای خپل کړی.

راشد خان په تېر میلادي کال کې د ۱۴،۴۵ په اوسط سره و توانېد چې ۴۵ وایکټې واخلي او له خپلو نورو سیالیو وړاندې شي.

د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي بیا د کرکټ په درېواړو فارمټونو ټېسټ، يو ورځینو او شل اوریزو لوبو کې د کال غوره لوبغاړي جایزه خپله کړه