شاپور ځدران ۵ او اصغرافغان ۲ لوبغاړي وسوځول

افغان لوبغاړو يوځل بيا په دوه ګروپونو (رېډ او ګرين لوبډله) کې خپلمنځي تمريناتي لوبه وکړه چې په پايله کې يې رېډ لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۱۳ منډو په توپير ماتې ورکړه.
رېډ لوبډلې لومړی توپوهنه پيل کړه او په ۴۷،۱ اورونو کې يې ټولې ۲۵۱ منډې ترلاسه کړې؛ د يادې لوبډلې د توپوهونکو له ډلې اکرام علي خيل ٦٧, کريم جنت ٦٦ او شفيق الله شفق ٢٧ ډېرې منډې وکړې او د ګرين لوبډلې توپ اچوونکو هر يوه ضياء شريفي څلور، اصغر افغان او وفادار مومند دوه- دوه ويکټې واخيستې.
د ګرين لوبغاړو پخپله پاڼۍ کې يوازې ١٣٨ منډې وکړې او لوبه يې وبايلله چې په استازيتوب يې منير ٣٤، نجيب تره کي ٢٣ او رحمت شاه ٢٢ منډې وکړې.
د رېډ توپ اچوونکو هر يوه شاپور ځدراڼ پنځه، کريم جنت او ضياءالرحمن اکبر دوه – دوه لوبغاړي وسوځول او په دې سره يې بريا خپله کړه.