فريدون دوراني
پاکستاني کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د سږ کال ۴م پړاو پاکستان سوپرلیګ کرکټ سیالیو کې به ټولټال ۸ تبصره کوونکي دنده ترسره کړي.
په دی ډله کې پخوانی اسټرالوي اوپنر بیټسمین میتیوهیډن په لومړۍ اونۍ کی او پخوانې سویلی افریقایي اوپنر او کپتان ګریم سمت په لومړیو ۲ اونیو کې د کمینټرۍ دندی له پاره تړونونه کړي دي.
همدارنګه نیوزیلینډی ډیني موریس، سویلي افریقایي کیپلرویسلز، اسټرالوی مایکل سلیټر، انګلستانې ایلن ویلکینز او پاکستانیان بازید خان او رمیز راجه د کمینټرۍ دندی له پاره غوره شوي دي.
د پاکستان ۴م پړاو شل اوریزه سوداګریز لیګ (پي ایس ایل) به دروانی فیبرورۍ میاشتې په ۱۴مه نیټه پېل شي او د ۳۴ لوبو وروسته به د مارچ میاشتې په ۱۷مه نیټه د پاکستان په کراچۍ ښارکې پای ته ورسیږي.
پاکستاني کرکټ بورډ تکل کړی دی چی د سږ کال کرکټ لیګ ۲۶ لوبی به د عربي اماراتو په دوبۍ، شارجه او ابوظبي کرکټ نړیوال لوبغالو کې او وروستۍ ۸ لوبې د پای لوبې په شمول د پاکستان په لاهور او کراچۍ ښارونو کې ترسره کړي.
د پاکستان سوپرلیګ سیالیو پرمهال به د ورځی یواځینۍ لوبه د افغانستان په وخت مازیګر ۴ نیمی بجی او که دوه لوبې وي نو دوېمه لوبه به یی د افغانستان په وخت د شپې ۸ نیمی بجی پيلیږي.
دغه راز ددی سیالیو پرمهال به په سټوډیو کې پاکستانی عامرسهیل او اسټرالویان براډ هوج او شان ټیټ هم په لوبو کې تبصری وکړي.