وروستی لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

د انګلستان درې کلبونه اوسمهال د قوي کېدو په حال کې دي او کوښښ کوي، د شپږو مطرحو کلبونو سطحې ته ځان ورشوي.
د تېر فصل د پیل څخه بیا تر اوسه برنارډو سیلوا په اوسط ډول په هرو لسو لوبو کې یو جام ( ملي + کلب) ګټلی دی.

د محمدنبي لوبډله د انګلستان په ليګ کي تر ټولو مخته ده.

هند لوبډلې تېره شپه کوربه ویسټ انډیز ته دوهمه پرلپسې ماته ورکړه، چې د لوبې غوره لوبغاړی کرونال پنډیا وټاکل شو او د شل منډو جوړولو تر څنګ یې دوې مهمي ویکټي ترلاسه کړي وې. د دواړو لوبډلو تر منځ وروستۍ شل اوریزه لوبه نن ماښام 7 بجې ترسره کیږي.

د انګلستان په لیګ کي د مجيب لوبډلي څلورمه لوبه وګټله.

 ميډل سېکس لوبډله په خپل ګروپ دریم ځای لري.

او د افغان فول رزم ملي لوبډله په ټي کی ایس اوو سيالېو کې د ګډون لپاره ايران ته لاړه.