افغان باولینګ ملي لوبډلې په کویټ کې تمرینات پېل کړل

د افغانستان د باولینګ ملي لوبډلې په کویټ کې د اسیا د باولینګ سیالیو ته د چمتووالي لپاره خپل تمرینات پیل کړي دي.

د دغه فدراسیون ویاند سید احد سروش ازادي راډیو ته وویل، چې د افغانستان د باولینګ پنځه کسیزه لوبډله چې درې نارینه او دوه ښځینه لوبغاړي په کې شامل دي، د يکشنبې په ورځ له کابله کویټ ته لاړه او تېره ورځ یې د دغو سیالیو د پرانېستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د ښاغلي سروش په خبره، افغانستان د لومړي ځل لپاره د اسیا د باولینګ په ۲۵م پړاوو سیالیو کې ګډون کوي.

د هغه په خبره، په دغو سیالیو کې د ۲۸ اسیايي هېوادونو څخه ۳۰۰ نارینه او ښځینه لوبغاړي ګډون لري.