محمد نبي د غوره باولینګ جایزه وګټله

تاند- د افغانستان د کرکټ تکړه لوبغاړی محمد نبي نن /دوشنبه/ د هند د غوره لیګ په سیالیو کې د ښه ځلېدو په خاطر پام ځان ته واړاوه.

د حیدراباد سن رایزرس، چې محمد نبي او راشد ارمان پکې لوبېږي، له مومبي انډینز سره مخامخ شو.

محمد نبي په نننۍ مسابقه کې د خپلې لوبډلې لپاره نه یوازې د سیال ټیم لومړنی لوبغاړی وسوځاوه بلکې په څلورو اوورونو کې یې یوازې ۱۳ منډې ورکړې چې په دې سیالي کې د یوه باولر له لوري تر ټولو لږې منډې وې.

محمد نبي د ښه باولینګ په خاطر جایزه هم ترلاسه کړه.

Nabiدا د هند په غوره لیګ کې د محمد نبي دوهمه لوبه وه. ده په تېره مسابقه کې هم یو لوبغاړی سوځولی و.

تمه کېږي چې محمد نبي ته به، د ده دې لوبې ته په کتو، په نورو سیالیو کې هم د لوبېدو چانس ورکړل شي.

راشد خان هم په دې مسابقه کې له محمدي وروسته د سن رایزرس لپاره تر ټولو اقتصادي لوبغاړی و.

راشد ارمان په ۴ اورونو کې د یوه لوبغاړي د سوځولو ترڅنګ ۲۲ منډې ورکړې.

سن رایزرس لوبډلې دا مسابقه د مومبي له انډینز څخه په ۷ ویکټونو او ۱۰ توپونو وګټله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *