د څو مهمو ورزشي خبرونه سرلیکونه

د افغانستان د والیبال ملي لوبډله نیپال ته رسېدلې، د افغانستان والیبال فدراسیون معلوماتو له مخې هند سره له تمریناتو وروسته افغان لوبډله نیپال ته لاړه او هلته یې د نیپال والیبال فدراسیون چارواکو له خوا تود هرکلی وشو

کریس ګیل د یو ورځنیو لوبو سره مخه ښه وکړه، ګیل لومړۍ لوبه په 1999 کال کي د هند پر وړاندي کړه. او خپله وروستۍ لوبه یې په 2019 کال کې د هند پر وړاندې وکړه.

مارکا: زیدان د لوکا یوویچ د کارنامې څخه راضي نه دی او دغه لوبغاړی ممکن تر دوو میاشتو یو ځای کېدو وروسته په قرضي توګه له دې کلبه جلا شي.

د یوونټوس دفاعي لوبغاړی کیلیني نن 35 کلن شو.

په 1996م کال کي په دې ورځ، پاټریک ویرا د ارسنال سره یو ځای شو.

د اروپا ټوله هغه سوپر کپونه چي د یوه هېواد د کلبونو ترمنځ شوي دي.

د‌ هلمند کرکټ: روحاني د شعيب خان لوبډلې په ماتولو سره د روان ټورنمينټ پايلوبې ته لار وموندله.