انګلستان د لومړي ځل لپاره پنځوس اوریز نړیوال جام وګاټه

سمیع الله دراني
د نړیوال جام پایلوبه د انګلستان او نیوزیلنډ ترمنځ په لارډز لوبغالي کې ترسره شوه.
نیوزیلنډ ۲۴۲ منډې هدف وړاندې کړ؛ چې انګلستان ورسره لوبه مساوي کړه او لوبه سوپر اوور ته ووته.
سوپر اوور کې انګلستان ۱۵ منډې وکړې او ۱۶ منډې هدف شو.
نیوزیلنډ هم پنځلس منډې وکړې او لوبه بیا مساوي شوه؛ خو د سوپر اوور لپاره په نړیوالو ۵۰ اوریزو جامونو کې اصول داسې دي؛ کومې لوبډلې چې سوپر اوورکې ډېرې بونډریانې لوبولې وي، د دوهم ځل لپاره د منډو د مساوي کېدو په صورت کې همغه لوبډله ګټونکې حسابېږي، چا چې ډېرې پولي لوبولې وي.
نو انګلستان دوه بونډریانې لوبولې وې او دا پایلوبه هم په ګټه ورکړل شوه.
دا لومړی دی چې انګلستان د نړیوال جام اتلولي وړي.