افغان زلمی د انګلستان ۱۹ کلن کرکټ ټیم ته جذب شو

تاند- شپاړس کلن حمیدالله قادري چې په کندهار کې زیږیدلی دی د انګلستان د ۱۹ کلونو کرکټ ملي ټیم ته انتخاب شوی دی. البته لومړی به دی په هند کې په یو ورځنیو دوستانه لوبو کې برخه اخلي او بیا به د انګلستان د ۱۹ کلونو له لورې په نړیوال جام کې لوبه کوي.

تمه ده چې د راروان میلادي کال په پیل کې د نولس کلنو او تر هغه د راښکته عمر د لوبغاړو نړیوال جام لوبې په نیوزیلنډ کې پیل شي.

د انګلستان کرکټ ټیم د ځوانانو یوه ډله هند ته د یو ورځنیو دوستانه لوبو لپاره استوي چې په دوی کې شپاړس کلن قادري شامل دی. دی سپین باولنګ کوي، یعني ورو څرخۍ توپ اچوي.

د انګلستان د ځوانانو ملي ټیم ته د قادري د انتخاب اعلان په رسنیو کې د سې شنبې په ورځ وشو. کله چې له ده څخه پوښتنه وشوه چې ته به په راتلونکې کې د انګلستان د ملي ټیم لپاره لوبه وکړې؟ قادري وویل چې انګلستان ماته هرڅه راکړي، کور، امنیت او د کرکټ د لوبو امکانات نو ولې به د انګلستان له ملي ټیم سره نه لوبیږم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *