انګلنډ د ۲۷ کلن ځنډ وروسته د نړیوال جام پایلوبې ته ووت

خان وزیر عابد

 د انګلستان کرکټ ملي لوبډله چې هېواد یې د کرکټ لوبې د اختراع کوونکي په نوم هم پېژندل کېږي. د ۱۹۷۵ م کال نړیوال جام راهیسې دې لوبډلې څلور ځلي په پایلوبه کې ماتې منلی او یوځل بیا سږ کال تر پایلوبې رسېدلې ده.

 تېره شپه انګلستان لوبډلې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو په دوهمه نیمه پایلوبه کې اسټرالیا ته په اته ویکټو ماتې ورکړه او د ۲۷ کلونو ځنډ وروسته دا لوبډله یو ځل بیا تر پایلوبې ورسېده.

 د انګلستان کرکټ ملي لوبډله د ۱۹۹۶ ، ۱۹۹۹ ، ۲۰۰۳، ۲۰۰۷ ، ۲۰۱۱ او د ۲۰۱۵ کلونو په نړیوال جامونه کې د بیلابیلو لوبغاړو، لوبډلمشرانو په شتون کې په لومړني پړاونو کې پاتې شوي ده، خو له ۲۷ کلونو انتظار وروسته دا لوبډله د پنځم ځل لپاره هم د دغو اتلولېو پایلوبې ته ووتله.

 د انګلستان لوبډلې د نړیوال جامونو د پېلېدو سره سم د ۱۹۷۵ میلادي کال راهیسې څلور ځلي په پایلوبو کې ماتې منلې، هر ځل دې لوبډلې د خپلو هېوادوالو ارمانونه له خاورو سره خاورې کړي دي.

 دا لوبډله په حقیقت کې هم ډیره بدبخته بلل کېږي او مینوال یې بیا هم ویره لري چې یو ځل بیا په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام پایلوبه کې له نیوزیلنډه څخه ماتې ونه ماني.

 انګلستان هغه بدبخته لوبډله ده چې په ۱۹۷۵ نړیوال جام پایلوبه کې سخته ماتې خوړلې وه، دغه راز په ۱۹۷۹ جام کې ترې ویسټ انډیز اتلولي ګټلې، په ۱۹۸۳ کال نړیوال جام کې هندۍ لوبډلې په نیمه پایلوبه کې بهر کړې وه، په ۱۹۸۷ کال کې ترې بیا اسټرالیا اتلولي وګټله او په ۱۹۹۲ م کال کې ترې پاکستانۍ لوبډلې هم پایلوبه وګټله.

 دا مهال انګلستان له ۲۷ کلن ځنډ وروسته د ایوین مورګن په لوبډلمشرۍ کې پایلوبې ته وتلي، خو دا ځل دا لوبډله خوشبخته په دې ده چې د نړیوال جام کوربه هېواد بلل کېږي او ښایې اتلولی هم وګټي، خو ممکن ویره شته چې تاریخ پرې بیا تکرار شي او بیا هم خپل مینوال ناخوښه وساتي.

 انګلستان په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې تر ټوله ښه لوبډله ثابته شوې. دې لوبډلې په توپوهنه کې سږ کال بهترینه ریکارډونه جوړ کړ، ځکه خو په پایلوبه کې قرار لري. نیوزیلنډ او انګلستان به د روانې جولای میاشتې په ۱۴ مه نېټه د کرکټ په کور لارډز لوبغالي کې تاریخي پایلوبه ترسره کړي.

 جالبه خو لا داده چې نیوزیلنډ لوبډله هم بدبخته تاریخ لري، دا لوبډله هم په هر نړیوال جام کې تر نیمه پایلوبې او پایلوبې رسېږي، خو تل له ماتو سره مخ کېږي په تېر نړیوال حام کې هم نیوزیلنډ لوبډلې په پایلوبه کې له اسټرالیا ماتې منلې وه. که تاریخ ته وګورو دواړو لوبډلو هیڅ نړیوال جام نه دی ګټلی، که هره لوبډله پایلوبه ګټي د کرکټ په تاریخ کې به لومړنی نړیوال جام هم وګټي.

 د یادولو ده د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې نیوزیلنډ په ۱۸ منډو هند ته ماتې ورکړه او انګلستان بیا په ۸ ویکټو اسټرالیا ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار پیداکړه.

 په پام کې ده چې د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام اتلې لوبډلې ته د کرکټ نړیوالې شورا د یوې ټراپي په ګډون څلور میلیونه امریکایې ډالره انعام هم ورکړي. د نړیوال جامونو په تاریخ کې اسټرالیا په ۱۹۸۷، ۱۹۹۹، ۲۰۰۳، ۲۰۰۷ او په ۲۰۱۵ کلونو کې د دې جام اتلولۍ ګټلی دي، خو سږ کال په نیمه پایلوبه کې بهر شوه.

 دغه راز ویسټ انډیز بیا دوه ځلې په ۱۹۷۵ او ۱۹۷۹ میلادي کلونو کې د نړیوال جام سیالیو اتلولي ګټلي دي، هند هم د نړیوال جام اتلولي دوه ځلې په ۱۹۸۳ او ۲۰۱۱ کلونو کې ګټلې ده.

 د یادولو ده پاکستان په ۱۹۹۲ او سریلانکا هم په ۱۹۹۶ میلادي کال کې د دغه جام اتلوالی ګټلې دي.