د اروپا د ملتونو لیګ ارجنټاین دعوت کړ

محمود خان منندوی

فاکس سپورټ په یوې عجیبي ادعا سره خبر ورکړی، چط ارجنتاین د یوفا د ملتونو لیګ راتلونکې پړاو ته دعوت شوی دی.

تر هغه وروسته چې ارجنټاین د کوپا امریکا په لوبو کې درېیم مقام ترلاسه کړ او میسي وویل، چې د جنوبي امریکا کنفدارسیون د برازیلي د اتلولۍ کوښښ کوي، اوس تازه فاکس سپورټ ادعا وکړه، چې ارجنټاین ته بلنه ورکول شوې ده، چې د یوفا د ملتونو په لیګ کې ګډون وکړي.

د ارجنټاین فاکس سپورټ ویلي، چې د یوفا له لوري یوه دعوت نامه د ارجنټاین د فوټبال فدراسیون ته لېږل شوې ده. دغه رسنۍ ویلي دي، په هغه صورت کې چې ارجنټاین د کوپا امریکا په راتلونکې دوره کې ګډون و نه کړي، نو د یوفا د ملتونو په لیګ کې به ولوبیږی.

د یوفا د ملتونو لیګ په 2018 م کال کي د دوستانه لوبو پر ځای پیل شو او د لومړۍ دورې اتلولي یې پرتګال د هالنډ څخه 1-0 وکټله.

باید وویل شي، چي څو شېبې مخکې یوفا دغه خبر رد کړی.