الجزایر د افریقا د ملتونو د جام پایلوبه 1-0 د سنګال څخه وګټله

محمود خان منندوی

الجزایر له پاره ګول بغداد بونجاح ترسره کړ، الجزایر تر 29 کلونو وروسته د افریقا د ملتونو د جام اتلولي وګټله.

الجزایر د دوهم ځل له پاره د افریقا د ملتونو د جام اتلولي وګټله.

الجزایر دې جام کي 7 لوبې وکړې او 7 سره یې وګټلې.

الجزایر دې جام کي 13 ګولونه ووهل، دوه ګولونه یي وخوړل او 5 کلین شیټونه یي وکړل.

الجزایر لومړۍ اتلولي په 1990 او دوهم یی په 2019 کي وګټله.

د دې جام ډېر ګټونکي هیوادونه:
مصر (7) | کامرون (5) | غنا (4) | نایجریا (3)