کرکټ د افغان ولس د خوښۍ لامل دی او باید وژغورل شي

عاشق الله رحیمزوی

– کرکټ بورډ اصغر افغان بدل کړ. هغه ونه منله د ټیم سره جنوبي افریقا لاړ نشو او څو ورځې وروسته ورسره یو ځای شو. د ملي امنیت شورا نه نیولې تر ارګه یې ټول خبر کړل. په لوبډله کې یې لوبډله جوړه کړله او په نړیوال جام کې یې د افغان ولس په ارمانونو خاورې وشیندلې. ولې ځکه چې کرکټ بورډ دا توان نه درلود چې پخپلې پریکړې ودریږي او هیچا ته پخپلو چارو کې د لاس وهنې اجازه ورنکړي.

– د افغانستان په غوره لیګ سیالیو کې دومره فساد او رشوت خوري شوې چې مثال به یې نه وي. ټول اسناد شته چې د لوبډلو نه نغدې پیسې غوښتل شوي، لوبډلو ته په لوبو کې د فکسنګ وعدې ورکړل شوې او د لوبغاړو نه هم د فیس په نامه پیسې اخیستل شوي. کرکټ بورډ په اول سر کې پریکړه وکړله چې تحقیقات به کوي او ځینې کسان به څارنوالۍ ته معرفي کوي خو دا کار یې ونکړ ځکه چې بورډ ډارن دی او پخپلو خبرې نشي دریدلی.

– محمد نبي او راشد خان په نړیواله سطحه د بورډ په پریکړې انتقاد وکړ. د کپتان بدلول یې غیر مسؤلانه او شخصي عقده وګڼله. ټوله دنیا پرې خبره شوه. که د بورډ په مشرتابه کې منطق وی او د خپلې پریکړې د دفاع چل ورتلی په هماغه ورځ به یې نبي او راشد د هند غوره لیګ سیالیو نه افغانستان ته ورغوښتي وی او وضاحت به یې ترې غوښتی و. خو بورډ ښایي ځان ملامت ګاڼه نو ځکه یې ځان کوڼ او ړوند واچاوه.

– په دولت احمدزي، اسد الله خان او صائم کاکړ دا تور دی چې پخپلو دندو کې یې غفلت کړی. د غفلت د معلومولو او څیړلو لپاره ارګ خپل ټیم ټاکي. د بورډ غړي چې ټول یې سیاسي پوستونه لري راځي تحقیقات شروع کوي او د ځینو کسانو دندې ځنډوي. تر اوسه معلومه نده چې دوي څه ډول غفلت کړی و خو د بورډ غړي یو برحال اجرائیوي رئیس د دندې لیرې کوي او پر ځای یې بل کس ټاکي. که کرکټ بورډ ریښتیا هم خپلواکه وي نو د بورډ غړي هیڅ حق نلري چې په تحقیقاتو کې برخه واخلي، کوم څوک د دندې لیرې کړی یا یې مقرر کړي خو تاسو ولیدل چې عاطف مشعل د پاکستان غوندې مهم سفارت ورته د څو اوونیو لپاره پریښی و او په کابل کې یې د کرکټ د اجرائیه ریاست لپاره د خلکو نه امتحان اخیسته. ښه نو دا سیاسي مداخله توره وي او که سپینه.

– تاج ملوک عالم په نړیوال جام کې د لوبډلې هیډ آف ټور یا د سفر مسؤل و. پیسې یې هم شاید آی سي سي ورکولې. عاطف مشعل چې ورغی تاج ملوک کور د سفر په نیمایي کې کور ته روان شو. ولې؟ همدې مشعل صاحب د کرکټ بورډ په استازیتوب د کریک انفو سره مرکه وکړله او ټولې خبرې یې ورسره شریکې کړلې. دا کار باید عزیز الله فضلي او یا د بورډ د ویاند کړی و خو زما په خیال چې هغوي خبر هم نه و.

– د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان کرکټ بورډ ته خبرداری ورکړی چې ځان د سیاست نه لیرې وساتي. که دا کار یې ونکړ مونږ د زمبابوې نه ښه ځوانان نه یو چې آی سي سي به راته حوصله وکړي.

– د بنګله دیش سره به تاسو د لوبې خبر اوریدلی اوسي چې دوه ځوانانو د ټول بنګله دیش هدف ورپوره کړ. رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، درویش رسولي، محبوب شاه بهیر، او اکرام علیخل په شان تکړه لوبغاړي لرو خو دوي راجګ شول څو دیرش کلن ځوان یې د کپتان مرستیال صرف پدې خاطر وټاکه چې لوبډله کې یې ځای پیدا شي. که داسې نه وي ته او خدای بل کوم دلیل شته.

– کرکټ بورډ ته پکار ده چې پخپلې هرې پریکړې ودریږي او که څوک یې په کارونو کې مداخله کوي نر غوندې دې مطبوعاتو ته راووځي او هر څه دې ډانګ پیلې ووایي. بیا به تاسو د ملت زور وګورئ خو شرط دا دی چې پریکړې منطقي، اصولي، قانوني او پر ځای وي. داسې پریکړې وي چې سبا ترې په هر ځای کې دفاع وکړی شي.