افغان تکواندو لوبډله اردن ته رسېدلې
د افغانستان د بدني روزنې ریاست د معلوماتو له مخې د افغانستان د تکواندو نوي ځوان لوبغاړي د نوي ځوانانو ترمنځ په آسیايي سیالېو کي د ګډون په موخه اردون ته تللي.
دا د نویو ځوانو لوبغاړو ترمنځ د تکواندو لسم پړاو سیالۍ دي.
دا سیالۍ په آسیا لویه وچه کي د ټولو هېوادونو ترمنځ د روانې جولای میاشتې په ۲۱مه/سبا/ د اردن په امان ښار کي پېلیږي او د همدې میاشتې په ۲۲مه نېټه پاي ته رسیږي.
د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست چارواکي وايي، چي په دې سیالیو کي به د افغانستان ۹ لوبغاړي په ۹ بیلابیلو وزني کټګوریو کي سیالۍ ترسره کړي.