د فوټبال افغان لوبډله سختې لوبې په مخ کې لري

محمود خان منندوی

په اسيا کي د قطر د ۲۰۲۲ نړۍ وال جام له پاره د دوهم پړاو پچه اچوونه وشوه؛ افغان لوبډله سختې لوبې په مخ کې لري.

اسيايي هیوادونو د قطر د ۲۰۲۲م کال د فوټبال د نړۍ وال جام له پاره خپل سیالان وپيژندل. د قطر نړۍ وال جام ته د دوهم غوراوي پړاو پچه اچوونه نن ماسپښين د کابل پر وخت ۰۱:۳۰ بجه ترسره شوه، چې ۴۰ لوبډلې دې جام ته د لار موندني له پاره یو د بل پر وړاندې لوبيږي.

په دغه ۴۰ لوبډلو کي د فیفا په درجه بندۍ کې ۳۴ مخکښې اسیايي لوبډلې او شپږ لوبډلې هم د لومړي پړاو څخه شتون لري، چې بنګله دېش، کمبوديا، ګوام، مالیزيا، سریلانکا او منګولیا دي. دغه لوبي د تګ او راتګ پړاونه لري، چې پر ۸ ګروپونو ویشل شوي دي او په هر ګروپ کي ۵ لوبډلې دي. په مجموعه کي ۱۲ لوبډلي بل پړاو ته لاره پيدا کوي، چې په دې لوبډلو کې د اتو سرو ګروپونو څخه څلور غوره لوبډلې هم پکې شاملي دي. دغه ۱۲ لوبډلې په مستقیم ډول د اسیا د ۲۰۲۳ م کال د ملتونو جام ته هم لاره پيدا کوي، چې په چین کې ترسره کېږي.
د غوراوي پړاو دغه لوبې د روان میلادي کال د سپټمبر پر پنځمه نېټه پيلېږي او د ۲۰۲۰ م کال د جون پر اتمه نېټه پایته رسيږي.

نړۍ وال جام ته د غوراوي پړاو اته ګروپونه:
د A ګروپ: ګوام، مالډیف، فیليپين، سوریه او چین
د B ګروپ: نیپال، کویټ، چين ټايپي، اردن او اسټرالیا
د C ګروپ: کمبودیا، هنګ کانګ، بحرین، عراق او ایران
د D ګروپ: سنګاپور، یمن، فلسطین، ازبکستان او عربستان.
د E ګروپ: بنګله دېش، افغانستان، عمان، هند او قطر.
د F ګروپ: منګولیا، میانمار، تاجکستان، قرغزستان او جاپان.
د G ګروپ: اندونیزیا، مالیزیا، ټایلنډ، ویټنام او عربي متحده امارات.
د H ګروپ: سریلانکا، ترکمنستان، شمالي کوریا، سهیلي کوریا او لبنان.
په دې پړاو کي د قطر د شتون علت دادی، چي دغه لوبې د اسیا د ملتونو جام له پاره اغیز لري.
بله جالبه نقطه په دې پچه اچوونه کې دا ده، چ یمن او عربستان په یوه ګروپ کي دي او دا دواړه هیوادونه یو بل سره سخت سیاسي اختلافات لري.