د ارجنټاین ستوري ډیګو مارډونا خپل معاش کم کړ، نور هم شته

د برازیل د فوټبال ملي لوبډلې پخواني روزونکي ډونګا ۱۰ ټنه خواړه د خپل  هیواد غریبو خلګو ته د کورونا وایروس د خپریدو په دوران کې د مرستې په توګه ورکړل.

د خیمناسیا کلب روزونکي او د ارجنټاین ستوري ډیګو مارډونا خپل معاش لږ کړ، تر څو دغه کلب د مالي فشار څخه وساتي.

مارکا: اشرف حکیمي خپل قرارداد د ریال ماډریډ سره تر 2023 کال پوري وغځوئ. د ریال دغه دفاعي لوبغاړی اوس په ډورټمنډ کي په قرضي توګه لوبيږي.

 سن سپورټ: لمپارډ د راتلونکي فصل له پاره ۷ لوبغاړي نه غواړي: زوما، جورجینیو، کیپا، الونسو، بارکلي، امرسون، ویلیان او پیډرو.

 په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره جرمني کلبونو د میلادي کال ۸ لومړۍ لوبې په ټولو ټورنمنټنونو کې وګټلې.

الیسون بیکر د ۲۰۱۹ م کال د سامبا جایزه ترلاسه کړه. دا جایزه هر کال په اروپا کې غوره لوبیدونکي برازیلي لوبغاړي ته ورکول کېږي

ګاټزټا: د لوبو څخه تر یوې میاشتي لیرې کیدو وروسته، اوس په تازه معایناتو کې معلومه شوې ده، چې سمیر هندانوویچ جوړ شوی دی او راتلونکو لوبو کې لوبیدای شي.

روما د جانلوکا مانچيني او جورډن ورټو قرارداد دایمي کړ. روما دا لوبغاړي د اټلانټا او فیورنټینا څخه په قرض اخیستي ول.

ګلابو سپورټي: د برازیل د فوټبال فدراسیون دا مهال د پاریس سېنټ جرمن کلب سره خبري کوي، تر څو د توکیو د ۲۰۲۰ م کال  المپیک ته یي دعوت کړي او د کوپا امریکا لوبو کې یي د لوبیدو اجازه هم ترلاسه کړي.