سمیر هندانوویچ روغ رمټ دی او راتلونکې کې لوبېدای شي، نور هم شته

محمود خان منندوی

ګاټزټا ‌وایي:  د لوبو څخه تر یوې میاشتي لیرې کیدو وروسته، اوس په تازه معایناتو کې معلومه شوې ده، چې سمیر هندانوویچ جوړ شوی دی او راتلونکو لوبو کې لوبیدای شي.

ګلابو سپورټي: د برازیل د فوټبال فدراسیون دا مهال د پاریس سېنټ جرمن کلب سره خبري کوي، تر څو د توکیو د ۲۰۲۰ م کال  المپیک ته یي دعوت کړي او د کوپا امریکا لوبو کې یي د لوبیدو اجازه هم ترلاسه کړي.

 سن سپورټ: لمپارډ د راتلونکي فصل له پاره ۷ لوبغاړي نه غواړي: زوما، جورجینیو، کیپا، الونسو، بارکلي، امرسون، ویلیان او پیډرو.

 په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره جرمني کلبونو د میلادي کال ۸ لومړۍ لوبې په ټولو ټورنمنټنونو کې وګټلې.

روما د جانلوکا مانچيني او جورډن ورټو قرارداد دایمي کړ. روما دا لوبغاړي د اټلانټا او فیورنټینا څخه په قرض اخیستي ول.

د منچسټر سیټي جرمنی لوبغاړی لیروی ساني چې ۶ میاشتي د ټپي کېدو په خاطر له لوبو څخه لیري و، پرون شپه د دې کلب د ۲۳ کلنو لوبډلې له پاره د ارسنال د ۲۳ کلنو د لوبډلې پر وړاندي ولوبېد.

رسمي: روما د جانلوکا مانچيني او جورډن ورټو قرارداد دایمي کړ. روما دا لوبغاړي د اټلانټا او فیورنټینا څخه په قرض اخیستي ول.