د رویال چلېنجر بنګلور او راجستان لوبډلو لوبه د ورښت له امله مساوي شوه

نصرت الله عمرزی

د هندوستان غوره لیګ سیالیو په لړ کې ۴۹مه لوبه د رویال چلېنجر بنګلور او راجستان لوبډلو ترمنځ د باران د ورښت له امله بې پایلې شوه او یوه یوه نمره یې واخېسته.

په دې لوبه کې لومړی توپوهنه بنګلور لوبډلې پیل کړه؛ پنځه اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۶۲ منډې وکړې، چې ورښت پېل شو او لوبه ودرېده.

له ځنډ وروسته کله چې لوبه پېل شوه، راجستان لوبډلې ته په پنځه اورونو کې د ۶۳ منډو هدف ورکړل شو.

راجسان لوبډلې درې اعشاریه دوه اورونو کې د یو لوبغاړي په سوځېدو سره ۴۱ منډې کړې وې، چې ورښت پیا پېل شو، لوبه تر پایه ونه شوه او په مساوي توګه پای ته ورسېده.

بنګلور لوبډله په دې سیالیو کې د مخکې تګ چانس نه لري او یواځې یوه لوبه یې پاتې ده؛ خو راجستان لوبډله کم چانس لري چې مخکې لاړه شي.

ټاکل شوې په دې سیالیو کې نن ماښام اووه بجې د لومړي مقام لرونکې لوبډله ډیلي کاپیټالس له دویم مقام لرونکې چینای سوپر کېنګز سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.