افغانستان له نړیوال جام دمخه ۶ سیالۍ ترسره کوي

راپور:  محمداسماعیل ملکزی

افغان کرکټ بورډ نړیوال جام ته د ښه چمتو والي لپاره جنوبي افریقا کي تمریناتي کمپ ترسره کړ چې دروانې میاشتي پر ۲۸ نېټه پای ته ورسید.

افغانستان له نړیوال جام وړاندې راتلونکي میاشت کي له سکاټلنډ، ایرلنډ، پاکستان او کوربه انګلستان سره سیالۍ ترسره کوي.

افغانستان ۸ ورځي وروسته یعنې  د مۍ پر ۸ مه نېټه لومړی پنځوس اوریزه لوبه او د مۍ میاشتي پر ۱۰ مه نېټه دوهمه پنځوس اوریزه سیالۍ ترسره کوي.

افغانستان له ایرلنډ سره په ایرلنډ کي د مۍ میاشتي پر ۱۹ مه نېټه لومړی پنځوس اوریزه لوبه او د مۍ میاشتي پر ۲۱ مه نېټه دوهمه پنځوس اوریزه لوبه ترسره کوي .

افغانستان له نړیوال جام وړاندې دوې تمریناتي سیالۍ هم ترسره کوي، لومړی سیالۍ د مۍ میاشتي پر ۲۴ مه نېټه د پاکستان سره ترسره کوي.
دوهمه سیالۍ د مۍ میاشتي پر ۲۷ مه نېټه د کوربه انګلستان سره په لندن کي سیالۍ ترسره کوي.

افغانستان په نړیوال جام کي خپله لومړی سیالۍ د اسټرالیا سره د جون میاشتي پر لومړۍ نېټه د مازدیګر ۵:۰۰ بجې ترسره کوي

هېره دې نه وی چې افغان لوبډلي نوي لوبډلمشر ګلبدین نائب هم په خپله تازه مرکه کي ویلية چې افغان لوبډله په غښتلي هوډ او هیوادنۍ جذبې سره به نړیوال جام کي سیالۍ ترسره کړې.