۲۰۱۹ کرکټ نړیوال جام د ملي لوبډلې وړتیاوې او نیمګړتیاوې
لیکنه او ترتیب: سلیمان څارګر
د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړیوال جام د لوبو پیل ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او په دغه جام کې د ګډون کوونکیو لوبډلو د ټولو لوبغاړو نومونه په ډاګه شوي دي. په دې لیکنه کې نړیوال جام ته د غوره شوې افغان کرکټ ملي لوبډلې پر وړتیاوو او نیمګړتیاوو او د نیمګړتیاوو په ممکنه حل لارو د رڼا اچولو هڅه کوو. راځئ چې د ملي لوبډلې له وړتیاوو یې را پیل کړو:
وړتیاوې
اورنی ځواک (Fire Power): افغان لوبډله تر ټولو ورانوونکی اورنی ځواک لري. په پيل کې د حضرت الله ځاځي او شهزاد محمدي بریدګره لوبه د نړۍ تر ټولو ځواکمن توپ اچوونکي هم وار خطا کولی شي او په ځلونو دغو دوو لوبغاړو د غټو شاټونو د وهلو په برخه کې خپله وړتیا ثابته کړې ده. ښې بېلګې یې په اسیايي جام کې د هند په خلاف د شهزاد محمدي طوفاني لوبه (۱۲۴ منډې) او د ایرلېنډ په خلاف د حضرت الله ځاځي رېکارډ ماتوونکي لوبه وه (۱۶۲ نا سوځیدلي منډې). د خوښې خبره دا ده چې مونږ د لوبې په وروستیو کې د محمد نبي عیسی خېل، نجیب الله ځدراڼ او راشد خان غوندې لوبغاړي لرو چې د غټو شاټونو د وهلو او تېزو منډو جوړولو بشپړه وړتیا لري. په راتلونکي نړیوال جام کې دغه اورنی ځواک د نړۍ د پیاوړو لوبډلو لپاره د خطر زنګ دی.
ځیرک توپ وهونکي (Sensible Batsmen): له اورني ځواک سره سره مونږ د رحمت شاه او حشمت الله شهیدي په شان ځیرک او له غوښتنو او حالاتو سره سم لوبه کوونکي لوبغاړي لرو. همدارنګه محمد اصغر افغان او ګلبدین نایب هم د اړتیا په مهال له حالاتو سره سم د ځیرکې لوبې کولو وړتیا لري، خو دوی دواړه باید د یوې مندې د اخېستلو په برخه کې خپلې وړتیاوې لوړې کړي. دلته دا خبره د یادونې وړ ده چې که چېرې نجیب الله ځدراڼ له اصغر افغان څخه وړاندې و لوبیږي نو ګټه به یې زیاته وي، ځکه چې نجیب الله ځدراڼ هغه لوبغاړی دی چې هم د غټو شاټونو د وهلو وړتیا لري او هم له حالاتو سره سم د لوبې کولو وړتیا لري، خو د نوموړي غټه ستونځه دا ده چې د خپلې لوبې په پیل کې له ۱۰ تر پنځه لسو توپونه په احتیاط سره لوبوي تر څو د پېچ له حالاتو سره ځان بلد کړي، نو د لوبې په وروستیو کې د نوموړي لوبول د دوو دریو اورونو د ضایع کولو په معنی دي.
ځواکمن ورو توپ اچوونکي (Strong Spin Bowling): که د نړۍ په کچه په کرکټ کې د سپېن بالرانو په هکله بحث کیږي، نو د راشد خان او مجیب الرحمن له یادولو پرته به دغه بحث نیمګړی وي. راشد او مجیب په نړیوال کرکټ کې د سترو سترو ستورو پښې لړزولې دي او په هره لوبه کې د دې کار د بیا تر سره کولو وړتیا لري. همدارنګه محمد نبي عیسی خېل هم د خپلې تجربې په مټ د دوی ملا ور تړي او مخالفه لوبډله تر فشار لاندې را ولي، خو د انګلستان پیچونو ته په کتو سره مجیب او راشد باید سخته خواري و کړي تر څو مخالفه لوبډله مهار کړي. دلته د خوښۍ ځای دا دی چې درې واړو سپېنرانو د استرالیا په بېګ بېش او د انګلستان د غوره لیګ په شل اوریزو لوبو کې برخه اخېستې ده چې د دوی دا تجربه په نړیوال جام کې زمونږ د سپېنرانو په ګټه تمامیږي.
نیمګړتیاوې
له پورته یادو شویو وړتیاوو سره سره ملي لوبډله یو شمېر نیمګړتیاوې هم لري چې په نړیوال جام کې یې خدای ج مکړه د پرمختګ مخه ډب کولی شي چې دلته د ځینو نیمګړتیاوو او د هغو په ممکنه حل لارو باندې رڼا اچوو:
د ۱۰ اوور څخه تر ۳۵ اوور پورې ورو او سسته لوبه: له لسو څخه تر پنځه دېرشو پورې هغه اورونه دي چې د لوبې لوری تعینوي. زمونږ د لوبډلې غټه ستونځه دا ده چې په دې ۲۵ اورونو کې یې د منډو اوسط د ننني کرکټ له غوښتنو سره اړخ نه لګوي. که تېرو لوبو ته ځیر شو نو تر سترګو کیږي چې د لوبې په دې پړاو کې د ملي لوبډلې د منډو اوسط شا و خوا ۴ وي چې دغه اوسط په هیڅ صورت هم مخالفې لوبډلې ته د یوه ستر هدف د ور کولو شرطونه نه شي پوره کولی. باید و وایو چې زمونږ د لوبغاړو ډېر تمرکز په څلوریزو او شپږیزو وي، په داسې حال کې چې د لوبې په دې پړاو کې یوه او دوه منډې ډیرې ګتورې تمامیږي چې له یوې خوا د لوبډلې حالت د استحکام په لور بیایي او له بلې خوا د لوبغاړو د سوځېدو چانس هم ډېر ور سره کمیږي. دې هدف ته د رسېدو لپاره باید نجیب الله ځدراڼ له حشمت الله شهیدي او اصغر افغان څخه وړاندې و لوبیږي. همدارنګه د اړتیا په مهال له پنچ هېټر (هغه لوبغاړی چې سوځېدل یې په لوبډله ډېر منفي اغېز نه کوي او یواځې د بالېنګ کولو لپاره په لوبډله کې اخېستل کیږي لکه افتاب عالم) څخه باید کار واخېستل شي، تر څو د منډو اوسط لوړ او د لوبډلې نږدې – په – ټپه – ولاړ حالت مات کړي.
همدارنګه د دولت ځدراڼ د توپ وهنې له وړتیاوو ګټه نه پورته کول هم د روزونکې ډلګۍ کمزوري پلان جوړونه په ډاګه کوي. په لاندې جدول کې د دولت، ګلبدین او اصغر د توپ وهنې پرتلیزه څیړنه تر سترګو کیږي:
ګڼه | لوبغاړی | لوبې | اوسط | ټولې منډې | سټرایک رېټ |
۱ | ګلبدین نایب | ۵۲ | ۲۲.۴۱ | ۸۰۷ | ۷۱.۰۳ |
۲ | اصغر افغان | ۹۹ | ۲۳.۶۸ | ۲۰۱۳ | ۶۲.۸۰ |
۳ | دولت ځدراڼ | ۷۴ | ۲۰.۹۱ | ۵۰۲ | ۸۰.۰۶ |
که ځیر شو نو ګورو چې د دولت ځدراڼ اوسط له ګلبدین او اصغر سره د لوبې په سر یواځې ۲ منډې دی، یعنې په مجموعي ډول اصغر په هره لوبه کې له دولت ځدراڼ څخه یواځې شا و خوا ۲.۵ منډې زیاتې کړې دي او ګلبدین نایب شا و خوا ۱.۵ منډه زیاته ترې کړې ده، خو د دولت ځدراڼ سټرایک رېټ له دوی دواړو څخه ډېر لوړ دی یعنې دولت ځدراڼ د خپلو منډو لپاره تر دوی دواړو ډېر لږ توپونه لوبولي دي. روزونکي ډلګۍ باید په دې برخه کې ګامونه پورته کړي.
نوی کپتان: که څه هم نړیوال جام ته د تیاري په موخه له ایرلېنډ سره په یو ورځنیو لوبو کې اصغر افغان داسې کپتاني و کړه چې د لوبډلې جوړ او تیار پلان او ترکیب یې خراب کړ، خو باید و وایو چې له نړیوال جام څخه وړاندې د کپتان په توګه د ګلبدین نایب ټاکل له تخنیکي اړخه پوره سم نه ښکاري. د نوي کپتان لپاره د لوبې او لوبغاړو تنظیمول، پلان جوړول او خپله شخصي لوبه پر مخ بیول ستونځمن کار وي، خو په نړیوال جام کې د لوبېدو پر مهال د پریمانه تجربې لرونکي کپتانان هم له ستونځو او فشار سره مخامخ کیږي. په هر کیف، په لوبډله کې د نبي، راشد، رحمت شاه او اصغر شتون ګلبدین له دغو فشارونو څخه ژغورلی شي، خو یاد لوبغاړي باید د لوبې په ټولو پړاوونو کې له ګلبدین سره د کپتانۍ او پرېکړې کولو په برخه کې بشپړه همکاري و کړي، تر څو نوی کپتان له سختو حالاتو څخه را و وځي.
باونسي ویشتنځایونه (Bouncy Pitches): څرنګه چې د انګلستان نږدې ټول پېچونه باونسي او څرخیدونکی (Swing) خاصیت لري او له بلې خوا د افغان لوبغاړو ستره ستونځه د باونسي توپونو لوبول دي، نو په دې برخه کې به افغان توپ وهونکي حتماً له ستونځو سره مخامخ کیږي. د دې ستونځو د حل ښه لاره له نړیوال جام وړاندې له ځایي لوبډلو او کلبونو سره لوبې دي (که څه هم اوس وخت تېر شوی ښکاري). همدارنګه خپلمنځي تمرینات هم ګټور تمامېدای شي او روزونکي ډلګۍ ته په کار دي چې خپلمنځي تمریناتو ته ډېر وخت ځانګړی کړي.
د تېزو توپ اچوونکو نه شتون (Lack of Fast Bowlers): که څه هم حمید حسن، دولت ځدراڼ، افتاب عالم او ګلبدین نایب به په نړیوال جام کې د ملي لوبډلې لپاره د تېزو توپ اچوونکو دنده تر سره کوي او سید شېرزاد هم په ساتل شویو (Reserve) لوبغاړو کې شتون لري، خو باید و وایو چې د حمید حسن روغتیا، فارم (Form) او سور (Rhythm) به یواځې وخت ثابتوي. ټاکونکي ډلګۍ باید زر تر زره په دې برخه کې ګامونه اوچت کړي او د سید شېرزاد د لوبولو لپاره بشپړ تیاری و نیسي. د یادونې وړ ده چې سید شېرزاد په ملي لوبډله کې د لوبېدو لپاره تر ټولو وړ توپ تېز توپ اچوونکی ښکاري. ټاکونکي ډلګۍ ته په کار دي چې په نجات مسعود، ضیاء الرحمن شریفي او سید شېرزاد باندې پانګونه و کړي، ځکه چې همدا درې تېز توپ اچوونکي د افغانستان د کرکټ راتلونکې سرمایه ده.
په ټول کې ویلی شو چې که افغان توپ وهونکي له باونسي ویشتنځایونو او شارټ بالونو سره ښه مقابله و کړای شي، او تېز توپ اوچوونکي په ویشتنځای باندې خپله لیکه (Line)، اوږدوالی (Length) او د توپ څرخېدل (Swing) مهار کړي، نو په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د پرمختګ چانس تر سترګو کیږي.