د سږ ای پي ایل لیګ د راشد خان او ډیوډ وارنر کلکه ملګرتیا جوړه کړه

د افغان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي توپ اچوونکي راشد خان داسټريلاوي تکړه کرکټ لوبغاړي او د حيدراباد لوبډلې خپل ملګري ډيوډ وارنر ته د نړيوال جام د تيارۍ لپاره په رخصتيدو د نيکو خواهشاتو څرګندونه کړې ده.

د ډيوډ وارنر په رخصتيدو د خپلو جذباتو د څرګندولو پر مهال راشد خان ويلي: دوارنر په اړه چې به هغه ترټولو زيات کوم څيز يادوي نو هغه به دا وي چې هغه به په ميدان ويل” ماشاء الله او ان شاء الله“

ډيوډ وارنر دمۍ میاشتې ددوهمې نيټې څخه داسټرالیا د نړيوال کرکټ جام لپاره پيل کيدونکي د تيارۍ په کيمپ کې دګډون لپاره وطن ته درخصتيدو پريکړه کړې ده.

راشد خان د يو عکس شريکولو په ترڅ کې د ټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټويټر خپل يو پيغام کې ويلي دي” زما وروره ډيوډ وارنره! خوندي سفر ولرې، مونږ له وړاندې څخه تا يادوو، يوځل بيا په ګډه لوبيدلو راته ډيره خوشحاله رابخښلې او يو څيز چې زه به يې ډير يادوم هغه دادى چې تا به په ميدان کې ويل ماشاء الله او ان شاء الله“

له هند څخه د روانيدو وړاندې ډيوډ وارنر پخپله هم په ټويټر يو جذباتي پيغام شريک کړى او ويلي يې وو” زه د سنرايزرز د کورنۍ د ملاتړ لپاره د خپلې مننې څرګندونه نه شم کولای، يوازې ددې سيزن لپاره نه بلکې د تيرکال لپاره هم، تر زياته وخته مې انتظار کولو خو بیرته تګ مې ډيره غوره و”

ډیویډ وانر په ايي پي ايل کې ترټولو غوره منډې جوړې کړي دي چې پکې يې ٦٩٢ منډې او ٨ نیمه سلیزې شاملې دي.