د افغانستان په خوست کې د فوټبال سیالېو لوبلړ پېل شو

د افغانستان په خوست ولایت کې وړمه ورځ/شنبه/د فبرورۍ په اتمه نېټه په ملي لوبغالي کې د فوټبال سیالېو لوبلړ پېل شو. په دې لوبلړ کې ټول ټال ۴۰ لوبډلې شتون لري چې له یو بل سره به د فوټبال په سیالېو کې ولوبیږي.

د خوست فوټبال مسوولین وايي: (دا لوبلړ د خوست له مرکز او لرې پرتو والسوالېو څخه ۷۸۰ هغه فوټبالران لوبوي چې له ۱۲ تر ۱۸ کلونو پورې عمرونه ولري.

د فوټبال دا سیالۍ کابو یوه نیمه میاشت دوام کوي، چې غوره لوبغاړي به یې د ټول خوست په کچه اول، دوهم او درېیمو لوبډلو ته غوره شي، چې د ولایت ټاکل شوې لوبډله به ترې جوړه شي.

 د فوټبال دې لوبلړ ته د خوست ځوانان فوټبالران ډېر خوښ دي، دوی وايي چې له خپلو وړتیاوو به ډېره ښه ګټه پورته کړي.

فوټبال له کرکټ څخه وروسته هغه نامتو لوبه ده چې د افغانستان په ګوډ ګوډ کې کیږي. ښوونځي، د کور کلي دننه ډاګونه/رغونه او ګڼ شمېر نورې سیمې د فوټبال سیالېو لپاره بېلابېل لوبغالي لري.