ارزگان کې د فوټبال سیالېو لوبلړ پای ته ورسېد

د افغانستان په ارزګان ولایت کې د فوټبال سیالېو یو لوبلړ چې د خزان په نوم نومول شوی و، پای ته ورسېد. د فوټبال دغه ۱۷ ورځنۍ سیالۍ د لېوال لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دغه ولایت د فوټبال فدارسیون مشر میرزامحمد امیرزي د یادو لوبو د پایلوبې د مراسیمو پرمهال وویل، چې په یادو سیالیو کې اتو لوبډلو برخه اخیستي وه، چې لومړي مقام، لېوال لوبډلې، دویم اریانا او درېیم مقام ښاروالي لوبډلې خپل کړل.
دوی وايي، د یادو لوبو هدف یې د غوره لوبغاړو ټاکل و، څو غوره او ښه لوبغاړي وپېژني.
یو شمېر هغه لوبغاړي چې په یادو لوبو کې یې برخه اخیستي وه، خوشحال وو.
خو له دولت او بډايه خلګو غوښتنه کوي، چې دغه ډول نورې سیالۍ هم پیل کړي.
داپه داسي حال کې ده، چې تردې وړاندې هم په دغه ولايت کې لوبغاړو له حکومت او ملي سوداګرو څخه د پاملرنې غوښتنې کړې وې.