د افغانستان فوټبال غوره لیګ دوهمې اوونۍ تازه جزیات

احمو مسعود

د افغانستان فوټبال غوره لیګ د دوهمې اوونۍ اوله لوبه د طوفان هريرود فوټبال ټيم او موجای امو فوټبال ټيم ترمنځ ترسره شوه.

چي لوبه د طوفان هريرود فوټبال ټيم 2–3 د موجای امو فوټبال ټيم څخه وګټله.
د طوفان هريرود فوټبال ټيم لپاره لومړی ګول محمد نبي اسحاقزي، دوهمه احسيب احمدي او دريم ګول حاتم شيردل ترسره کړ.

او د موجای امو فوټبال ټيم لپاره حشمت الله بارکزي او عبيدالله افضلي ترسره کړه.

طوفان هريرود فوټبال ټيم ددې لوبې په ګټلو سره د افغانستان فوټبال غوره نيمه پايلوبې ته لار وموندله.

د لوبې غوره لوبغاړی هم د طوفان هريرود فوټبال ټيم څخه رحمت الله خيرخواه شو.

نن ماښام شپږ بجې ددوهمي اونۍ دوهمه لوبه د شاهين اسمايي فوټبال ټيم او دسپين غر بازانو فوټبال ټیم ترمنځ ترسره کيږي.