د فوټبال نړۍ

د پاریس سېنټ جرمن روزونکې ټوماس ټوکل اعلان کړه، چې پرسنل کیمپبي، انډر هیریرا او مارکو وراټي د ټپي کېدو له امله د پاریس سېنټ جرمن لوبه د نانټز پر وړاندې له لاسه ورکړه.

رسمي: د شاخټار ډونټسک برازیلی مرکزي لوبغاړی ټابسون د یوکراین د 2019 کال د غوره لوبغاړي په توګه انتخاب شو.

د 2020 یورو کپ افتتاحیه لوبه د جون پر 12مه د کابل پر وخت د شپې پر 12:30 بجې د ترکیې او ایټالیا ترمنځ کېږي. دغه لوبه په روما ښار کې ده.

عجیبه! د ساوهمپټن مراکشی حمله کوونکی لوبغاړی سوفیان بوفال تر هغه وروسته چې د پښې غټه ګوته / بټه ګوته یي د پخلنځي / اشپزخانې د میز سره و نښلیده او خوږ شوه، د نوریچ سيټي پر وړاندې یي لوبه له لاسه ورکړه.

رسمي: د 2020 کوپا امریکا د دواړو ګروپونو لوبډلي مکمل سوې:

 شمالي زون: برازیل، کلمبیا، ایکواډور، پیرو، وینزویلا او قطر

 جنوبي زون: ارجنټاین، بولویا، چیلي، پاراګوای، یوروګوای او اسټرالیاa