هندي لوبډلمشر او د منډو ماشین ویرات کهولي په ټېسټ لوبو کې ریکاډ جوړ کړ

د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ویرات کولي، چې د نړۍ په سطحه یو سټایلش توپ وهونکی یادېږي، د یو ورځنیو لوبو ترڅنګ په ټېسټ لوبو کې هم لومړی مقام ترلاسه کړ.
ویرات کولي، چې تر دې دمه په ټېسټ لوبو کې دویم و اوس یې لومړی مقام اخپل کړی دی.
ویرات کولي چې د نړۍ په کچه یو تخنیکي توپ وهونکی دی، په ټېسټ لوبو کې تر لومړي مقام د ډېسمبر په پنځمه نېټه ورسېد.
هغه په ټېسټ لوبو کې ۹۲۸ نومرې اخېستي او اسټرالیایي سټیف سمېت چې د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې یې په لومړي مقام راج کاوه، له تخت څخه کوز کړ او خپله یې د لومړي مقام د پاچاهۍ تاج پر سر کړ.
ویرات کولي تازه د بنګله دېش پر وړاندې دویمه ټېسټ لوبه کې ۱۳۶ منډې وکړې او دا منډې د دې سبب شوې، چې هغه تر لومړي مقامه ورسوي.

بل پلو بیا د ده ستر اسټرالیایي سیال سټیف سمېت د پاکستان خلاف دویمه ټېسټ لوبه کې یواځې ۳۶ منډې وکړې او هغه یې په درجه بندۍ کې له لومړي مقام څخه دویم مقام ته وغورځاوه.
بل پلو داسټرالیا اوپنر توپ وهونکی ډېوېډ وارنر چې مخکې په ټېسټ لوبو کې دولسم مقام کې و، اوس تر پنځم مقام رارسېدلی دی.
انګلستانی جو روټ تر اووم مقام تللی او له هغه وړاندې هندی اجېنکیا رهانی شپږم ځای کې قرار لري.
د بالرانو په برخه کې بیا اسټرالیایي مېچل سټارک له څلورم ځای څخه څوارلسم ځای ته وروسته شوی، جېسن هولډر چې د افغانستان خلاف ټېسټ لوبه کې یې پنځه وېکټې واخېستې، د توپ اچوونکو په برخه کې تر دریم ځای رارسېدلی دی.