د یوې لسیزې په پايښت کې د اسیا خطرناک لوبغاړی له هند غوره شو

ویرات کولي چې اوسمهال د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر دی، دى په  یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې لومړی نمبر توپ وهونکی دی، نوموړی د تېرې یوې لسیزې په اوږدو کې د اسیا په لوبغاړو کې تر ټولو ډېر ځلېدلی.
ویرات کولي چې له ۲۰۰۹ م کال څخه تر دې دمه له هندۍ ملي لوبډلې سره مل دی، د هند او اسیا لپاره ډېرې زیاتې لاسته راوړنې لري؛ کولي په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې د کرکټ نړیوالې شورا په درجه کې د نړۍ په کچه لومړی نمبر توپ وهونکی دی، هغه په یوه لسیزه کې بریالی کرکټ کړی او د لسو کلونو په اوږدو کې د غوره لوبډلو په لوبغاړو کې شمار دی، نوموړی د لسیزې ټېسټ غوره لوبډلې لوبډلمشر هم ټاکل شوی دی.
ویرات کولي په لسو کلونو کې شل زره ۹۶۰ منډې کړي دي، چې خورا زیاتې منډې دي او په دې لړ کې یې د منډو جوړولو د ماشین لقب هم ګټلی دی.
دغه غوره لوبغاړي په دې موده کې په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې ۶۹ سلیزې جوړې کړي او ۲ زره ۹۰ څلوریزې یې وهلي.
ویرات کولي ۵۶ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی او ۱۷ ځلې د سیریزونو غوره لوبغاړی اعلان شوی دی.