د اسیا ۱۱کسیزه لوبډله د مارچ په وروستۍ لسیزه کې د نړۍ ۱۱ کسیزې خلاف لوبیږي

د افغان کرکټ لوبډلې دوه پیاوړي توپ اچوونکي راشدخان او مجیب الرحمن د اسیا لویې وچې پنځلس کسیزې غوره لوبډله کې راغلي او د مارچ میاشت په ۲۱ مه او ۲۲ مه نېټه به د نړۍ یوولس کسیزې غوره لوبډلې پر وړاندې ولوبېږي.
د اسیا کرکټ شورا لخوا د نړۍ یوولس کسیزې کرکټ لوبډلې پر وړاندې د پنځلس کسیزې لوبډلې نوملړ خپور کړی، چې دغې نوملړ کې د راشدخان او مجیب الرحمن نومونه هم لیکل شوي دي.
د اسیا پنځلس کسیزه لوبډله کې د ویرات کولي، شېکردوان، تمیم اقبال، کی ایل راهول، لېټن ډاس، رېشاب پنټ، مشفق الرحیم، راشدخان، محمد شمي، کولډيپ یداف، تېسارا پرېرا، مستفض الرحمن، لسېت ملېنګا، مجیب الرحمن او سنديپ لامېچانی شامل دي.
له دغو پنځلس لوبغاړو به ۱۱ لوبغاړي په هره لوبه کې لوبېږي.
د اسیا یوولس کسیزه غوره لوبډله د نړۍ یوولس کسیزې غوره لوبډلې سره دوه شل اوریزې لوبې د مارچ په ۲۱ مه او ۲۲ مه نېټه د بنګله دېش په ډاکه ښار کې ترسره کړي.
د اسیا په لوبډله کې تر اوسه د ویرات کولي ګډون په رسمي ډول نه دی تاید شوی.