د هند غوره لیګ کې نوي تغیرات راغلل

ولید خپلواک

 ټاکل شوې د هندوستان غوره لیګ (آی پي ایل) دیارلسم پړاو کې ډېر بدلونونه ولیدل شي.

لومړی: بدلون د درېیم امپاېر لپاره دنده وټاکل شوه چې د (نو بال) پرېکړه به کوي او د میدان امپاېران به یوازې داخلي پرېکړې کوي.

 دوهم: د جایزې پيسې کمول مخکې به ایوراډ ورکول کیده او د دې ترڅنګ به ورته ډېرې پیسې هم ورکول کیدلې چې دغه پیسې هم کمې شوې.‎

 درېيم. دا ځل به د ۲۰۲۰ م کال ګټونکې لوبډلې ته د لس ميلیاردو په ارزښت پیسې ورکړل شي. تېر ۲۰۱۹ م کال د ممبيي په ګټه پای ته ورسید او شل میلیارده پيسې ورکول شوې چې دغه پیسې نېمې را کمې شوې دي. دغه پرېکړه د بي سي سي آی مشر سورآپ ګنګولي او د هندوستان غړو کړې له یادې پرېکړې سره لا تر اوسه پورې هندي او بهرني تجارانو څه ندي ویلي.

آی پي ایل د هندوستان کورنی لیګ دی او په ټوله نړۍ کې ګڼ شمير مینوال لري، لا تر اوسه د کرکټ د نړۍ په لیګونو کې لومړۍ لیګ دی چې د پيسو په بدل کې د ګڼو بهرنېو لوبغاړو په منځ کې تر سره کیږي.