په پلازمېنه کې د جمناستیک لوبې پېل شوې؛ نور هم شته

د افغانستان د بدني روزنې ریاست د مطبوعاتو مسوول مجیب قاری زاده ازادي راډيو ته وویل، چې په دغو لوبو کې ۱۲۰ لوبغاړو برخه اخېستې وه.

نوموړي وویل، یاد لوبغاړي د کابل له ۲۵ جمناسټيک کلپونو څخه برخه اخېستې وه.

ویل کېږي چې د دغو لوبو په پای کې ۳۰ غوره لوبغاړي په بیلابیلو کټه ګوریو کې ور پېژندل شوي.

بل لور ته بيا د پېښور زلمي کرکټ ټيم مشر جاويد افريدي وايي، افغان کريکټ بورډ دې لوبغاړو ته اجازه ورکړي چې د پاکستان په لوبغالو کې لوبې ترسره کړي.

افريدي رسنیو سره په مرکه کي ویلي: “ورزش پوله نه لري او مونږ هڅه کوو له سياست سره يې بيل کړو.”

پاکستان کې له ۲۰۰۹ میلادي کال څخه راهېسې نړیوالې لوبې نه کېدې او د دوبۍ شارجې لوبغالی یې د کورني لوبغالي په توګه کاراوه چې په بدل له دغه هېواد څخه ډېرې پېسې اخېستل کېدې.

د یادونې ده چې په ۲۰۰۹ میلادي مېلادي کال کې په لاهور کې د سريلنکا پر کرکټ ټيم له حملې وروسته نړيوالو کرکټ ټيمونو پاکستان ته له ورتګه ډډه وکړه.

خو پاکستان اوس پرېکړه کړې چې تردې وروسته به نړېوال سریزونه په پاکستان کې ترسره کوي.