فیفا: محمد حنیف صدیقي د ۵ کلونو لپاره له سپورټي فعالیتونو بند کړ

اسد الله نوري

د فوټبال نړيوال فډراسيون (فيفا) د افغانستان د فوټبال فډراسيون پخوانى مرستيال محمد حنيف صديقي رستم د پنځو کلونو لپاره د سپورټ اړوندو فعاليتونو منع کړ.

 فيفا په عين حال کې رستم لس زره ډالره نقدي جريمه هم کړ.

 فيفا ويلي، د افغانستان د فوټبال فدراسيون د پخواني رئيس کرام الدين کريم مرستيال محمد حنيف صديقي رستم د فوټبال د ښځينه لوبغاړو د جنسي ځورونې په تړاو د فيفا له اخلاقي معيارونو په سرغړونې مجرم ګڼل شوى دی.

 کرام الدين کريم په تېره جون مياشت کې د څو ښځينه فوټبالرانو د جنسي ځورونې په تور په ټول ژوند کې د فوټبال له ټولو فعاليتونو څخه منع او يو میليون ډالره جريمه هم شو.

 فيفا ويلي، د کرام الدين کريم مرستيال محمد حنيف صديقي رستم د دغو جنسي ځورونو مخه نه ده نيولې او چوپه خوله پاته شوى دی.

 د افغانستان د فوټبال د ښځينه ټيم پنځو لوبغاړو کرام الدين کريم له ٢٠١٣ څخه تر ٢٠١٨م کاله پورې په جنسي ځورونه تورن کړى دی.

 که څه هم افغان چارواکو د کريم د نيولو امر صادر کړى، خو د هغه د ځای په اړه معلومات نه شته.