راشد خان په ۲۰۱۸ م کال کې ستر ریکارډونه مات او په خپل نوم کړل

وړمه ورځ (دوشنبه) د افغانستان ملي نامتو لوبغاړي راشد خان د ۲۰۱۸م کال وروستۍ سيالۍ په داسې حال کې ترسره کړه چې تېره ورځ يې پلار د ورپېښې ناروغۍ له کبله په حق ورسېد.

دغه کال د راشد خان لپاره له سترو ريکارډونو څخه ډک و، نوموړي داسې ريکارډونه په خپل نوم کړل چې له دې وړاندې د هيڅ لوبغاړی په برخه شوي نه دي.

د راشد خان ریکارډونه

راشد خان د ۲۰۱۸م کال لومړی لوبغاړی دی چې په ټولو شل اوريزو سياليو کې يې  ۹۷ ويکټې اخيستې دي چې يو نړيوال ريکارډ دی، له دې وړاندې په ۲۰۱۶م کې ډاين براوو په يو کال کې ۸۷ ويکټې اخيستې وې.

له دې وړاندې په ۲۰۱۷م کال کې هم راشد خان په ۸۰ ويکټو ترلاسه کولو د دغه کال زياتې ويکټې اخيستونکی لوبغاړی و.

راشد خان د روان کال تر پايه په يو ورځنيو نړيوالو سياليو کې ۴۸  ويکټې اخيستي او په لومړي نمبر دی، له ده وروسته هندی کولديو يادو په ۴۵ ويکټو سره په دريم او مجيب الرحمن ۳۷ ويکټو سره په څلورم نمبر دی.

تر دې دمه راشد خان ټولی 142 شل اوريزې سيالۍ کړي او 214 ويکټې يې اخيستې دي، همدا ډول يې 52 يو ورځنۍ سيالۍ ترسره کړي او 114 ويکټې يې اخيستې دي.

نوموړی په شل اوريزو سياليو کې لومړی مقام لري، او دا مهال د استراليا په بيګ باش سياليو کې لوبيږي، نوموړي په ټولو 18 بيګ باش سياليو کې 28 ويکټې اخيستي او په غوره اوسط له ټولو نه وړاندې دی.

له بل خوا نن ورځ راشد خان د خپل پلار مړينې ته په وياړ وربښلو په بيګ باش ليګ کې سيالۍ ترسره کړه او په 4 اورونو کې يې د 34 منډو په بدل کې 2 ويکټې واخيستې.

په دغه لوبه کې چې د (اډليډ سټرايکرز او سيډني تنډر) لوبډلو ترمنځ ترسره شوه د اډليډ لوبډلې مينوالو د راشد خان څلور اورونو پوره کولو نه وروسته د زړه له کومې هر کلی وکړ او نوموړي ته په عزت ورکولو ودريدل او لاسونه يې وپړکول.

همدا ډول د راشد خان لوبډلې نوموړي سره د غمرازۍ په پار پر مټو تورې پټۍ هم تړلې وې.