روحاني لوبډلې له سباوون لوبډلې څخه د اتلولۍ جام خپل کړ

سمیع سيرت

د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو د سلمې کليزې په مناسبت د کرکټ د شل اوريزه ټورنمينټ اتلولي روحاني د سباوون لوبډلي په ماتولو سره وګټله.

د لوبې ټاس روحاني لوبډلي وګاټه او د توپ اچونې کولو پرېکړه یې وکړه، چې د شل اورونو په لوبولو سره سباوون لوبډلي د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه.

د سباوون لوبډلې په بيټينګ کې له ۶۰ زياتي منډي محمد يوسف او محمد الله جوړې کړې.

روحاني لوبډلي ټاکلی هدف د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبي په نولسم اور کې پوره کړ، دې لوبډلي په ګټه بيا نصيب الله بارګزي او زلمي وفا زياتې منډې جوړې کړې.

د دې ټورنمينټ غوره توپ وهونکې شريف الله بارګزي او غوره توپ اچونکې همايون ته ډالۍ ورکړل شوې.

د يادونې ده چې دغه ټورنمينټ د اتلس لوبډلو په ګډون د جولای مياشتي په دېرشمه نېټه ملت لوبغالي کې د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو د سلمې کليزې په مناسبت پيل شوی وو چې د روحاني لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.

د دې ټورنمينټ پايلوبې کتلو لپاره د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان لښکرګاه ښاروال عصمت الله صمدي او ګڼ شمېر ځوانان او کرکټ مينه وال ورغلي وو.