راشد خان لوبډلې سباوون لوبډله ماته کړه

سمیع سيرت

نن هلمند کې د اتلس لوبډلو په ګډون د افغانستان د خپلواکۍ بیرته اخیستلو سلمې کليزې  په وياړ د کرکټ شل اوریزه سیالۍ پيل شوې.

د دې ټورنمينټ لومړی لوبه چې د راشد خان او سباوون کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، پکې راشد خان لوبډلي سباوون ته په ۸۶ منډو توپير سره ماته ورکړه.

د لوبي ټاس راشد خان لوبډلې وګاټه او بيټينګ کولو پرېکړه یې وکړه چې د شل اورونو په لوبولو او دريو لوبغاړو په سوځېدو سره يې ۲۴۶ منډو هدف سباوون لوبډلې ته وټاکلو..

راشد خان لپاره فيصل ښايسته ۱۰۵، قدرت کاکړ ۷۴ او احسان زهير  بیا ۴۷ منډې جوړې کړې.
سباوون ته توپ اچونه کې محمد الله نيازمند او محمد يوسف يوه يوه ويکټ ترلاسه کړه.

سباوون د ۲۴۶ منډو په ځواب کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره د شل اورونو په لړ کي ۱۶۱ منډې جوړې کړې چې زياتي ۵۱ منډي سباوون لپاره محمد صادق جوړي کړې.

راشد خان لپاره عبدالواحد مصطفی او عبدالباري دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

دې سره د افغانستان د خپلواکۍ بیرته اخیستلو ټورنمينټ لومړی لوبه راشد خان کلب په ۸۶ منډو وګټله.

د‌‌ دې لوبې غوره لوبغاړی سليزه جوړوونکی فيصل ښايسته ونومول شو.

د دې ټورنمينټ دوهمه لوبه نن دوه بجې د سعادت او مطمئن کرکټ لوبډلي ترمنځ ترسره کیږي.