د افغان الف لوبډلې حوصلې او ځېرکتیا د بنګله دېش پخوانی لوبډلمشر حیران کړ

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله رسمي پاڼه خبر خپور کړی دی چې د افغان الف لوبډلې بې سارې ستاینه پکې شوې ده.

کرکټ بورډ د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبډلمشر حبیب البشر هغو څرګندونو ته پام کړی دی چې د افغان الف لوبډلې هوښیارتیا ګوته په غاښ کړی.

د افغانستان الف لوبډلې د بنګله دېش الف لوبډلې ته په ډېره جالبه توګه په دوه یو ورځنیو لوبو کې په پرله پسې ډول ماتې ورکړه، د افغان لوبډلې دغو بریاو د بنګال کرکټ د غوراوي کمېټې غړی او د دغه هېواد د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر حبیب البشر پام ځان ته راړولی چې او هغه هم د خپل زړه حال د کالر کانتو په نوم د ډهاکې یوې ځايي ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال شریک کړی دی.
په وینا یې د دوی د کرکټ بڼه پر حوصلې ولاړه ده او لوبغاړي یې ډېر زغم لري.
د بشر مرکې د پیل ټکي د افغانستان الف لوبډلې پر سترې حوصلې او د هغه په وینا، یاده افغان لوبډله د کرکټ کتاب له منځه لوبه کوي. دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډله اوسمهال په یاد هېواد کې د پنځو یو ورځنیو لوبو پر لوبلړۍ بوخته ده چې د پنځو لوبو له منځه یې تر اوسه په پرله پسې ډول دوه یو ورځنۍ سیالۍ ګټلې او پاتې درې نورو لوبو ته انتظار باسي. افغان لوبډلې دغه راز د دوه څلورـ ورځنیو فرسټ کلاس سیالیو لوبلړۍ هم ۱-۰ په خپله ګټه څرخولې ده.
د بشر په وینا، د افغان لوبډلې له توپوهنې ډېر اغېزمن شوی په ځانګړي ډول په پرونۍ لوبه کې چې کله افغان لوبغاړو د بنګال لوبډلې ۲۷۹ منډې هدف په ډېرې ځېرکتیا سره بشپړ کړ چې له ډلې یې په ۱۴۹ توپونو د ابراهیم ځدراڼ ۱۲۷ منډې او په دریو اورونو کې د شرف الدین اشرف او فضل نیازي حیرانونکې منډې چې په پایله کې یې خپل هېواد ته بریا وګټله. بشر دغه راز څلور ورځنیو لوبو ته هم اشاره کړې چې په ځانګړي ډول یې له لومړۍ څلور ورځنۍ لوبې یادونه کړې ده چې پکې افغان لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر د بنګله دېش لوبډله له ماتې سره مخ کړه.
بشر زیاته کړې: ((د افغانستان دغه لوبډله په ډېره غوره او جالبه بڼه کرکټ کوي، تر دې چې زه ترې متاثره شوی یم، د دوی ملي لوبډله ډېری وخت د چټکې لوبې هڅه کوي او غواړي لوړ لوړ شاټونه او شپږیزې ووهي، خو دا لوبډله یې بیا هغه شان نه ده، دوی په سنتي توګه کرکټ کوي چې د دوی لپاره ډېر مختلف دی، حتی که کله د سترو شاټونو هڅه هم کوي؛ په ډېرې ځېرکتیا سره یې وهي، تر دې چې دوی په وروستیو اتو اورونو کې د شفي الاسلام او ابو جاید په څېر له تجربه لرونکو او مجربو توپ اچوونکو ۸۶ منډې ترلاسه کړې. په رښتیا هم باید چې د دوی ستاینه وشي.))