د هغه بې‌وزله هلک کیسه چې د آزادو سیالیو اتل شو

لیکواله: رابعه نسیمي

ژباړه: نصیراحمد نظري

فواد، کله چې په پنځه کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره بغلان ولایت ته لاړ او وروسته بیا د حکیم سنايي پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو زده‌کړیال شو، هېڅ تصور یې نه کاوه چې نوموړی به یوه ورځ د آزادو سیالیو په قفس کې لوبه کوي.

احمد فواد آریا ۳۴ کلن دی. هغه ۲۹ کاله مخکې د پسرلی په یوه ګرمه ورځ، د پروان ولایت د غوربند له ولسوالۍ څخه له خپلې کورنۍ سره حرکت وکړ. د فواد مور او پلار، د فواد له شپږو وروڼو او څلور خویندو سره، د بې وزلۍ له وجې یوه نا آشنا ولایت ته لاړل او نوی ژوند یې پیل کړ.

نوموړی په نوي دیار کې په اووه کلنۍ ښوونځي ته لاړ؛ کورنۍ یې تل هڅوو چې لوړې زده کړې وکړي، خو د فواد له ځانګړیو مهارتونو بې خبره وو. فواد په خپل سپورټ باور درلود او غوښتل یې چې د نوموړي سپورت یو معمولي سپورت نه وي.

فواد، سره له دې چې کورنۍ یې اقتصادي ستونزې درلودې، درس ولوست. د کور سره نږدې یې د خوراکي توکیو پلورنځي خلاص کړ او په څنګ یې سپورټ ته هم ادامه ورکړه. له تکواندو یې پیل کړه، وروسته یې کانګفو او آشی تر کارتې ورسیده. د کراتې تر پنځه کاله تمرین وروسته، نوموړی په ۲۰۱۱ کال کې ملي اتل شو. د فواد لپاره دا کافي نه و، له یوې سپورټي دمې وروسته، فواد غوښتل داسې یو سپورټ پیل کړي چې له هېواده بهر اتل جوړ شي.

هماغه و چې فواد د آزادو سیالیو لوبې پیل کړې.

هغه نه مربي درلود او نه هم لارښوود. له ځان سره یې تمرین کاوه. په خپل ځانګړی زحمت سره یې وکولی شول چې په ۲۰۱۵ کال کې له خپل هندي سیال سره لومړنۍ حرفه‌يي سیالي ترسره کړي. نوموړی په دغه لوبه کې بریالی شو، فواد نه یوازې دا چې د خپلو مینه والو زړونه ترلاسه کړل، بلکې د ټولې کورنۍ توجه یې ځان راته جلب کړه او د هېواد لپاره یې ویاړ راوړ.

هغه کورنۍ چې نه پوهیده، چې سپورت واقعاً کولی شي فواد دغه ځای ته ورسوي.

په ورته وخت کې فواد خپلو زده‌کړو ته هم ادامه ورکړه، د حکیم سنايي د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځۍ کې یې زده کړو ته ادامه ورکړه.

په ۲۰۱۶، ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې، فواد په نړیوالو سیالیو کې برخه واخیسته او په ټولو کې بریالی راووت.

په ۲۰۱۹ کال کې، مخکې له دې چې له خپل بلاروسي سیال سره لوبه وکړي، د فواد ملا ستونزې پیدا کړه او ویې نشوای کړی چې په دغه لوبه کې ګډون وکړي.

فواد سږکال روسیې ته سفر درلود، هغه سفر چې د فواد لپاره د تصور وړ نه و. په دغه لوبه کې یې وکولی شول چې د خپلو پیاوړو سوکانو په زور، د آزادو سیالیو پېنځه ریکاریډه د خپل هېواد لپاره ثبت کړي.

خو څرنګه چې فواد د مسوولینو او چارواکو سره زیاتې اړیکې نه درلودې، په هېواد کې له نوموړي څخه توود هرکلی ونشو.

په دې ورځو کې چې کورونا په ګڼو ځایونو کې د ژوند عادي حالت ګډوډ کړی، فواد یو ځل بیا له بې‌وزلۍ سره لاس او ګریوان دی؛ د فواد لپاره د آزادیو سیالیو نشتون، د عاید نشتون دی.

ټاکل شوې وه چې نوموړی د درېو میاشتو لپاره روسیې ته لاړ شي او خپلو تمرینونو ته ادامه ورکړي خو ویې نشو کولی. اما هغه بیا هم نه دی نهیلی شوی.

فواد وايي: «د کورونا ویروس تر ختمیدو وروسته، یو ځل بیا نړیوالو لویو ډګرونو ته د سیالیو لپاره وځم او د خپل هېواد لپاره به د پام وړ ویاړونه ترلاسه کړم».