د فوټبال له ډګره، وروستی حال

محمود خان منندوی

 د منچسټر یونایټیډ کلب کپتان هیري مګوایر د دې کلب د غړو څخه غوښتنه کړې ده، تر څو خپل د معاش ۳۰ سلنه برخه د منچسټر ښار و روغتونونو او خیریه بنسټونو ته ورکړي، چې اکثره لوبغاړو د دې نظریې سره هوکړه کړې ده.

 بایرن میونیک د بواټینګ د هغه ټکر په خاطر چې څو ورځي مخکې یي د ښار څخه دباندي کړی و، دغه لوبغاړی یي جریمه کړ. هغه د خپلې جریمې تر خبر اوریدو وروسته وویل: زه خپل د هغه ۴ کلن زوی لیدو ته ورتلم، چې ناروغ شوی و. دا چې کلب جریمه کړم، ناراحته یم.

 ډیلي مایرر: د غوره لیګ کلبونو هغه وړاندیز رد کړی دی، چې په چین کې یې د روان فصل د پای په اړه کړی و.

 بل خوا بیا ټایمز ورځپاڼي ادعا کړې ده، چې د غوره لیګ له پاره نوې طرحه دا وړاندې شوې ده، چې د لندن په ویمبلي لوبغالي کې به د ورځې څلور سیالۍ کېږي.

د پرټګال د ملي لوبډلي لوبغاړو د پرټګال د هغو کلبونو سره مالي مرسته وکړه، چې د کرونا وایروس له امله د سخت تاوان سره مخ شوي وو.  دوی ټولو د یورو ۲۰۲۰ کال د غوراوي پړاو د لوبو د انعام نیمایي پیسې هغو کلبونو ته ورکړې.

د یوونټوس کلب د مټیوډي د قرارداد یو کلن بند فعاله کړ او دغه مرکزي لوبغاړی په یوونټوس کي تر ۲۰۲۱ پورې پاتې شو.