کرکټ: د هند ۱۹ کلنو په څلورمه سیالۍ کې افغان لوبډله ماته کړه

د افغانستان او هند ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو څلورمه سيالي نن د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې ترسره شوه، چې د هند لوبډلې په ٥ ويکټو پکې بريا خپله کړه.
د لوبې په پيل کې پچه د هند ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
افغان لوبډلې په ٣٥ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١١٣ منډې وکړې، چې عمران مير ٤٤ او فرهان زاخېل ٢٣ منډې وکړې.
د هند له لوري مانو سوتهار ٥، ويديادهار پټېل او شوبانګ هيګړى ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.

د ١١٤ منډو هدف د هند لوبډلې په ٢٩.١ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په څلورمه سيالۍ کې يې هم بريا خپله کړه. د دوى له لوري کمار کشاګرا ٢٩ او سارو ډاګر ٢٤ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د افغان لوبډلې له لوري نور احمد ٣، شفيق الله غفاري او جمشېد مير علي خېل ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.
د يادولو ده چې د ٥ يو ورځنيو سياليو په لوبلړۍ کې هند ٣ او افغانستان ١ لوبه ګټلې ده، وروستۍ او پنځمه لوبه به د نومبر په ٣٠مه نېټه ترسره شي.