د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نړیوال جام ته ووته

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن /جمعه/ آیرلنډ ته په ۵ ویکټونو او ۵ منډو ماتې ورکړه او نړیوال جام ته بریالی شو.

دا دوهم ځل دی چې افغانستان نړیوال جام ته وځي.

لومړی ځل افغانستان په ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام ته ووته.

پچه آیرلنډ وګټله او د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې یې افغانستان ته ۲۱۰ منډې هدف وټاکه.

افغانستان نن بیټنګ ډېر ښه پیل کړ.شهزاد محمدي په ۵۰ توپونو ۵۴ منډې وکړې. ګلبدین نایب یو وار بیا ثابته کړه چې ښه پرانیستګر لوبغاړی دی. ده ۴۵ منډې وکړې.

رحمت شاه د توقع خلاف ژر وسوځېد خو بیا یې هم ۱۲ منډې وکړې.

سمیع الله شینواري ۲۷، محمد نبي ۱۲، اصغر ستانکزي په ۲۹ توپونو ۳۹ او نجیب ځدراڼ په ۱۵ توپونو ۷ منډې وکړې.

راشد خان د آیرلنډ ۳، دولت ځدراڼ ۲ او محمد نبي یو لوبغاړی وسوځاوه.