د اماراتو بري نړیوال جام ته د افغانستان د وتلو چانس زیات کړ

تاند- متحده عربي اماراتو په درو منډو زمبابوې ته ماتې ورکړه او افغانستان ته یې لاره هواره کړه چې نړیوال جام ته د وتلو لپاره خپل وروستی بخت وازمويي.

د اماراتو بری د افغانستان لپاره خورا مهم و.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا له آیرلنډ سره په یوه مهمه مسابقه کې مخامخ کېږي.

دا مسابقه چې د نړیوال جام د غوراوي لپاره د شپږو غوره لوبډلو د سیالیو په لړ کې کېږي، د دواړو لپاره زیاته مهمه ده.

که دا مسابقه هر ټیم وګټله، نړیوال جام ته وځي.

تر دې وړاندې ویسټ انډیز د ۸ امتیازونو په لرلو نړیوال جام ته وتلی دی.

د متحده عربي اماراتو دې بري نړیوال جام ته د افغانستان د وتلو هیله ژوندۍ کړه.