هغه لوبغاړي چې د ژوبلېدو له کبله یې لوبه پرې ایښې

ژباړه: فضل الرحیم رحیمي

هغه لوبغاړي، چې په لوبه کې د ټپي کیدو له امله یې له سیالیو سره د تل لپاره خدای پاماني کړې ده.
زموږحمید حسن یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې د ټپي کېدو له کبله یې لوبو ته شا اړولې خو د تل لپاره یې خدای پاماني ورسره نه ده کړې.

د نیوزیلنډ شين بونډ.
د اسټرالیا نیتهن بریکین.
د پاکستان محمد ذاهد.
ثقلین مشتاق.
د انګلستان اینډریوفلنټوف.
او افریقایي ګریم سمیت

حمید حسن

حمید حسن
حمید حسن

حمید حسن د افغانستان هغه توپ اچوونکی دی چې کلونه کېږي په لوبډله کې نشته خو لاهم د ډیرو افغانانو په زړونو کې ځای لري او اوس هم مینه وال تمه لري چې نوموړي لوبو ته راستون شي.

حمید د کرکټ په ډګر کې خپله تاریخي نړیواله یو ورځنۍ لوبه په ۲۰۰۹ م کال دسکاټلتډ پر وړاندي ترسره کړه چې د افغانستان په ګټه تمامه شوه.

په دې لوبه کې حمید حسن د۳۳ منډو په مقابل کې ۳ لوبغاړي سوځولي و. په دې لوبه کې هستي ګل عابد له حمید سره اټیک توپ اچونه کړې وه.

حسن که ځه هم بیا بیا لوبډلې ته ستون شو خو لاهم ورسره بخت یاري نه ده کړيې او اوس هم له خپل ټپ څخه ځوریږي.
حمید په ۲۰۱۰م کال په انګلستان کې زخمي شو او لاهم لوبډلې ته دایمي ندي ستون شوی.

خپله ورورستې شل اوریزه لوبه یې په ۲۰۱۶ م کال په نړیوال شل اوره جام کې د ویسټ انډیز پرواندې ترسره کړه او دغه لوبه هم افغانستان ګټلې وه.

شین بولډ

د نیوزیلینډ ترټولو تیز توپ اچوونکی بونډ په ۲۰۰۳ میلادي کال د کرکټ نړې ته راغی او په ډیر کم وخت کې یې ځان د نړې تر ټولو تیز توپ اچوونکو کې شامل کړ.

د ده په وخت کې د نړې دوه نور تیزبالران شعیب اختراو بریټ لي هم موجود و.

شین بونډ په خپل (۹) نهه کلن کیریر کې (۱۸) ټیسټ او (۸۲) یو ورځینۍ لوبو کې د نیوزیلنډ نمایندګي کړې ده او۲۰۱۰کال کې یې د ملا درد له امله له لوبې سره خدای پاماني وکړه.

نیتهن بریکن چې د اسټرالیا لپاره یې په ۲۰۰۸ کال کې د یوورځنیو لوبو لومړی مقام هم ترلاسه کړ په ۲۰۰۹ کې د استرالیا ترټولو د ښه کرکټر جایزه یې هم ترلاسه کړه. د ده په وخت کې استرالیا د ګلین میګرا شین وارن په شان بالران هم لرل.

بریکن د سپټمبر په ۱۷/۲۰۰۹ د زنګون د تکلیف له امله له کرکټ سره مخه ښه وکړه.

محمد زاهد په ۱۹۹۰کال لوبه پیل کړه او په ۲۰۰۳ م کې د ملا درد له امله یې لوبې ته د پای ټکی کیښود.

ثقلین مشتاق سپین توپ اچوونکی.

مشتاق په یو ورځنیو لوبو کې د پاکستاني په منځ کې تر ټولو تیز بالر ګڼل کېږي. ده ۱۰۰ او ۲۰۰ ویکټې اخیستي دی.
ده هم د زنګون د درد له امله کرکت پریښود که څه هم بیا بیا لوبډلې ته راغي خو بخت ورسره یاري ونکړه او په ۲۰۰۴ کال کې یې د هندوستان پر وړاندي خپله ورورستۍ لوبه وکړه.

فلنټوف.

نوموړي د انګلستان لپاره ۷۹ ټیسټ،۱۴۱ یو ورځېنۍ او ۷ شل اوریزې لوبې کړي دي.

فلنټوف په ۱۹۹۸ کې کرکټ ته راغی او د یو الراونډر په صفت یې دغه هیواد ته کرکټ وکړ دی هم د زنګون درد له امله کرکټ پریښودو ته مجبورشو.

نوموړي د ۲۰۱۰ کال په سپټمبر کې کرکټ لوبه پریښوده.

ګریم سمیت

سمیت د جنوبي افریقا لپاره ۱۱۷ ټیسټ، ۱۹۷ یو ورځینۍ او۳۳ شل اوریزې لوبې کړي دي.
سمیت په ۲۰۰۲م کال ویو ورځینۍ او ټیسټ لوبو ته راغی او په ۲۰۱۴ کې یې لوبې بس کړې.
ده هم د زنګون له امله کرکټ لوبه نوره ونشوه کړای.