د افغانستان ولسمشر نړیوال جام ته د ملي لوبډلې په رسېدو مبارکي وویله

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نړیوال جام ته د افغان کرکټ ملي لوبډلې د کامیابۍ مبارکي وویله.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم ولسمشر غني د ۲۰۱۹ د کرکټ نړیوال جام ته د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د وتلو په مناسبت ټولو لوبغاړو او افغانانو ته مبارکي ویلې او د ټیم د لا بري هیله یې کړې ده.

2د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن /جمعه/ آیرلنډ ته په ۵ ویکټونو ماتې ورکړه او نړیوال جام ته ووته.

ټاکل شوې ده چې افغانستان له ویسټ انډیز سره په پایلوبه کې مخامخ شي.

افغانستان نړیوال جام ته د غوراوي تر سیالیو مخکې په تمریني سیالۍ او دغه راز د شپږو غوریزو ټیمونو په سیالیو کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړې ده.