افغان ۱۷ کلونو بنګالي سیالانو ته ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د ۱۷ کلنو لوبډلې نن /جمعه/ د بنګله دېش۱۷ کلونو لوبډلې ته په ۱۷ منډو ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ کې، چې د هند په ګرېټر نویدا لوبغالي کې وشوه، لومړی افغان تنکیو لوبغاړو بیټنک وکړ. دوی خپلو بنګالي سیالانو ته ۱۴۳ منډې هدف وټاکه خو بنګالي لوبغاړي په ۴۳ اوور کې په داسې حال کې وسوځېدل چې ۱۲۵ منډې یې کړې وې.

په افغان لوبغاړو کې بصیر خان ۷۰منډې وکړې.

دغه راز په باولینګ کې نوید احمد ښه وځلېد. ده ۵ بنګالي لوبغاړي وسوځول. کامران هوتک او نوید صافي هر یوه دوه لوبغاړي او اسلم خان یو لوبغاړی وسوځول.