ویرات کوهلي له افغانستان سره په ټیستلوبه کې ګډون نه کوي

تاند- ټاکل شوې ده چې د راتلونکي جون په ۱۴ مه د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې د هند په بنګلور کې ټیستلوبه وکړي.

په دې مسابقه کې به د هند د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان، چې د هند تر ټولو تکړه بټسمن هم دی، ګډون نه کوي.

ویرات کوهلي له افغانستان سره په مسابقه کې د ګډون پر ځای غواړي چې په جون کې د انګلیستان مسابقو ته ځان تیار کړي.

کوهلي د انګلیستان له سري (Surrey) لوبډلې سره قرارداد کړی دی.

د افغانستان په وړاندې په مسابقه کې د ویرات کوهلي نشتون په یو ډول د افغانستان په وړاندې مسابقې ته د اهمیت نه ورکول تعبیر شوي خو د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان اصغر ستانکزی وايي چې د هنډ ټوله لوبډله پیاوړې ده او د دې معنا دا نه ده چې که ویرات کوهلي نه وي د هند په لوبډله کې لوی بدلون راځي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به له هند سره تر خپلې لومړنۍ او تاریخي ټیستلوبې مخکې د جون په پیل کې له بنګله دېش سره په هند کې درې ۲۰ اوره سیالۍ وکړي.