د افغانستان او بنګله دېش د سیالیو وخت او ځای وټاکل شو

تاند- د بنګله دېش کرکټ بورډ نن /سې شنبه/ وویل، د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوره سیالیو د لړۍ ځای او نېټه کره شوه.

د بنګله دېش کرکټ بورډ وايي، د دواړو هیوادونو د ملي لوبډلو ترمنځ به دا شل اوره سیالۍ د جون په میاشت کې د هند د اترپردېش ایالت په دهرادوم لوبغالي کې وشي چې نوی جوړ شوی دی.

د دغه لوبغالي کار تېر کال بشپړ شو.

د بنګله دېش لوبډله به د روانې مې په ۳۱ مه هند ته لاړه شي.

بنګله دېش تراوسه خپله لوبډله اعلان کړې نه ده خو ویلي یې دي چې د دغو سیالیو لپاره به د شکېب الحسن تر کیپتانۍ لاندې ۳۱ کسیزه لوبډله واستوي.

درې مسابقې به یوه – یوه ورځ ترمنځ وشي. لومړۍ به یې د جون په ۵ مه وي.

دوې نورې د جون په ۷ مه او ۹ په پام کې نیول شوي دي.

له دې سیالیو وروسته به د افغانستان کرکټ ټیم لومړنۍ ټیستلوبه وکړي.

د افغانستان او هند ترمنځ ټیستلوبه به له کله چې تېر کال (۲۰۱۷) افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړی، لومړنۍ ټیسټ مسابقه وي.