افغانستان او بنګله دېش ۳ شل اوره سیالۍ کوي

تاند- ټاکل شوې ده چې افغانستان او بنګله دېش ۳ شل اوره سیالۍ وکړي.

مخکې په پام کې وه چې دوه هیوادونه د افغانستان په کوربه توب په هند کې درې یو ورځینۍ مسابقې وکړي.

پرون /چهارشنبه/ د بنګله دېش کرکټ بورډ د خپلو ريیسانو د غونډې په پای کې اعلان وکړ چې له افغانستان سره به د یو ورځنیو سیالیو پر ځای شل اوره سیالۍ وکړي.

د بنګله دېش د کرکټ بورډ ريیس نظام الحسن کریک بز ډات کام ته وویل«موږ وړاندې د کرکټ د نړیوالې د شل اورونو نړیوال جام لرو خو څومره چې لازمه ده هومره شل اوره مسابقې نه کوو. نو مو پرېکړه وکړه چې له افغانستان سره د سیالیو لړۍ مو د شل اوره مابقو په بڼه وي.»

ده همداراز وویل چې دا مسابقې به د هند په دهرادون کې وي ځکه چې نور میدانونه ریزرف شوي دي.

نظام الحسن مخکې ویلي و چې بنګله دېش غوره بولي چې له افغانستان سره په کلکته یا بنګلور کې سیالي وکړي.

خو افغانستان مخکې په پام کې لرل چې بنګله دېش د سیالیو لپاره متحده عربي اماراتو ته دعوت کړي؛ مګر وروسته یې د شارجې پر ځای هند انتخاب کړ.

دواړه خواوې غواړي چې دا مسابقې د جون په ۱۴ مه د افغانستان او هند تر لومړني ټیسټلوبې وړاندې وشي.