د جېمناسټېک سیالۍ له جنوري تر ډېسمبر پورې ترسره کېږي

 د جېمناسټېک ورزش چې د لوبو یوه مهمه او زړه پورې برخه ده، د ۲۰۲۰ م کال د جنوري له لسمې نېټې د نړۍ زیاتو هېوادونو کې پېلېږي او د ۲۰۲۰م کال تر وروستیو پورې به دوام وکړي.

 د جېمناسټیک لوبې چې د ورزش یو توده برخه ده، د ورزشونو په منځ کې ډېر ننداره کوونکي لري، دا چې دا ورزش هم د لوبغاړو وړتیاوې په ډاګه کوي؛ نو د نړۍ په ډېری هېوادونو کې ترسره کېږي.

 د جیمناسټیک سیالیو په تازه خپور شوي مهالوېش کې د دې لوبو نېټې په ډاګه شوي دي، د جنوري په لسمه او یوولسمه نېټه اسټرالیا کې، د جنوري له پنځلسمې نېټې وروسته په انګلستان کې او له دې وروسته په اسیایي، اروپایي او امریکایي هېوادونو کې د جیمناسټیک اوږدې سیالۍ ترسره کېږي او د ۲۰۲۰ م کال تر وروستیو پورې به روانې وي.

 د جیمناسټیک لوبې د ۲۰۲۰ م کال په اولمپیک سیالیو کې هم شته او د اولمپیک لوبې د جولای په ۲۴ مه نېټه جاپان کې پېلېږي.