ډيویډ وارنر یو ځل بیا د سنرایزرزس حیدرآباد لوبډلمشر وټاکل شو

د استرالیا پیاوړی توپ وهونکی او د سن رایزرز حیدراباد پخوانی لوبډلمشر ډېوېډ وارنر د انډین پرېمیر لیګ راتلونکی پړاو لپاره بېرته د دغې لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو.

د سن رایزرز حیدراباد لوبډلې اعلان وکړ چې ډېوېډ وارنر به یو ځل بیا انډین پرېمیر لیګ ۲۰۲۰ کې د دغې لوبډلې مشري کوي. د یادونې ده چې له دې وړاندې هم ډېوېډ وارنر د سن رایزرز حیدراباد لوبډلې لوبډلمشر و خو د استرالیا لپاره لوبې کې د توپ خرابولو (بال ټېمپرېنګ) له امله بندیز سره مخ شو.

له همدې امله، د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ انډین پرېمیر لیګ کې د نیوزیلینډ پیاوړی توپ وهونکی او لوبډلمشر کېن وېلیمسن د دغې لوبډلې لوبډلمشري کوله.

د وېلیمسن په مشرۍ کې سن رایزرز حیدراباد لوبډلې د ۲۰۱۸ انډین پرېمیر پایلوبې ته لار ومونده خو له چېنای سوپر کېنګز څخه يي ماتې وخوړه او وېلیمسن دغه کال ۷۳۵ منډو جوړولو سره تر ټولو ډېرې منډې جوړوونکی لوبغاړی هم و. خو تېر کال يي بیا منځلوبه کې له ډیلي کپېټلز څخه ماتې وخوړه او له سیالیو بهر شوه.

ډېوېډ وارنر له دې وړاندې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۷ پورې هم د دغې لوبډلې لوبډلمشر و چې ۲۰۱۶ کې يي سن رایزرز حیدراباد لوبډلې لپاره اتلولي هم وګټله.